نړیوال خبرونه

ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

د برتانیا پخواني لومړي وزیر د طالبانو لخوا پر ښځو وروستي محدودیتونه د بشریت ضد بولي

د برتانیا پخوانی لومړی وزیر وايي، د دې وخت رارسېدلی چې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د «بشریت ضد جنایت» په توګه اعلان شي.

ګورډن براون په ګارډین ورځپاڼه کې خپاره شوي یوه مقاله کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

په دې مقاله کې، چې د سه شنبې په ورځ (د اسد ۱۷) خپره شوه، ښاغلي براون ویلي، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو فشارونه “له جنسیتي تبعیض څخه کم نه دي.”

د طالبانو پرله پسې سرزوري او جبر

هغه وويل، په تېرو دوو کلونو کې د دغو جبرونو له شدت سره سره، د طالبانو د کړنو په وړاندې د اعتراض له امله د افغان ښځو او نجونو درېدلو هېڅ ګټه نه ده کړي. د بريتانيا پخواني لومړي وزير زياته کړه، چې افغان ماشومان د نيولو او شکنجې له وېرې او د طالبانو د “سرغړونې” امرونو د نه منلو له امله د ځمکې لاندې ښوونځيو کې زده کړې کوي.د دغه پخواني برتانوي چارواکي په وینا دا مهال شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي او شاوخوا درې میلیونه نورې یې چې ابتدايي ښوونځي یې پای ته رسولي دي، هم به په ورته برخلیک اخته شي.هغه زیاته کړه چې د طالبانو دا کړنه د هغو نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه ده چې افغانستان یې غړیتوب لري.

د براون له لوري د جنسي ځورونې ادعا

د ښاغلي براون په وینا، د طالبانو له خوا د افغان ښځو جنسي ځورونه د بشریت ضد جرم یوه بېلګه ده او کولای شي د دغې ډلې چارواکي د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا تر عدلي تعقیب لاندې راولي.هغه زیاته کړه چې د جرمونو نړیواله محکمه باید د سازمانونو، هیوادونو او نورو سرچینو څخه معلومات راټول کړي او دا معلومه کړي چې آیا د ښځو په وړاندې د طالبانو د کړنو د محاکمې لپاره دوسیه کولی شي.

نور ولولئ: قطر وايي له ښوونځیو بهر ۳۰ زره افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي

ګورډن براون دغه راز له هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د کړنو د غندلو لپاره د دغې ډلې پر غړو د بندیزونو لګولو په څېر وسایل په انفرادي ډول او د خپلو کورنیو قوانینو په چوکاټ کې وغندي.هغه وايي چې ډېری افغان کورنۍ دې پایلې ته رسېدلي چې د خپلو لوڼو د زده کړې یوازینۍ لار مهاجرت دی.ګورډن براون ویلي، چې د افغان نجونو لپاره نړیوال ملاتړ کافي نه دی او نړیواله ټولنه باید د طالبانو د کړنو پر وړاندې لا زیاته مبارزه وکړي او دا جنایتونه وغندي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button