نړیوال خبرونه

یونیسف : تېر یو کال کې ۱.۵ ملیونه افغانان ایران ته کډوال شوي

طالبانو د افغانستان واک خپل کړ

په ایران کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي ویلي ،چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان نوي ایران ته کډوال شوي دي

افغانستان د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ د وتلو په لړۍ کې دی

د یونیسف استازې ډاکټر رابین ناندي اټکل کړی، چې د تېر کال اګست له میاشتې مخکې په دغه هېواد کې له دوو تر درې میلیونو افغان کډوال وو ، چې له نویو هغو سره یې شمېر څلور میلیونو ته رسېږي. د تېر کال په اګست کې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده د کډوالۍ یوه نوې څپه پیل شوه. لږ شمېر یې د لویدیځو او د ناټو د غړو هېوادونو په ملاتړ د ایستلو لړۍ کې له افغانستانه په تګ بریالي شول او ډېر نور يې د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وکوچېدل.

اوس په ایران کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف استازي رابين ناندي ویلي، په تېرو دوولسو میاشتو کې یوازې ایران ته د پنځو لکو او یوه نیم مېلیون تر منځ د ښځو او ماشومانو په ګډون نوي کډوال ورغلي

ور یی ولوله | د کندهارغونډه پای ته ورسېده دويي پرکړه لیک کې ویلي اسلامي امارت دې د مشروع نظام په توګه وپېژندل شي

ور یی ولوله | نن د افغانستان د خپلواکی ۱۰۳ کلیزه ده

هغه له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، تر دې نوې څپې وړاندې هلته د افغان کډوالو شمېر د دوو تر دریو مېلیونو وو چې اوس دغه شمېر څلور نیم مېلیونو ته رسېږي.

یونیسف ټینګار کړی چې د دغو کډوالو اړتیاوو ته د کډوالو نه، بلکه د بشر په توګه رسېدل په کار دي. په ایران کې د افغان کډوالو په تړاو بیا بیا راپور ورکول کېږي چې د نورو ننګونو تر څنګ یې ښځې روغتیايي خدماتو او ماشومانو یې له زده کړو بې برخې دي. د افغانانو د بې کورۍ او کډوالۍ لړۍ له ۱۹۷۹ کاله را روانه ده او په داسې حال کې چې ډېر يې بېرته ستانه هم شول خو لا هم نږدې دوه نيم مېلیونه افغانان په سیمه په تېره بیا په ایران او پاکستان د کډوالو په توګه ثبت دي او درې نیم مېلیونه نور هم په کور دننه د جنګ جګړو له لاسه بې ځایه دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي وو چې ۹۷ سلنه افغانان له بې وزلۍ او د بې وزلۍ تر کرښه لاندې ژوند سره مخ کېدونکي دي. دغه ريپوټ دا هم ویلي وو چې له پنځو کلونو ټيټ عمره څه باندې یو مېلیون افغان ماشومان همدا اوس له خوارځواکۍ کړېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button