نړیوال خبرونه

جرمني خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وویستل

جرمني خپل ټول عسکر لخ افغانستان څخه وویستل.د جرمني دفاع وزارت وایي، وروستی عسکر یې له افغانستانه راوتلی او په دې سره یې په افغانستان کې خپل شل کلن نظامي ماموریت ته د پای ټکی ایښی.

تېره هفته جرمني‌ په افغانستان کې د خپلو ۵۷۰ پوځيانو د شتون خبر ورکړی و، خو نن د جرمني دفاع وزیرې پر ټویټر لیکلي، چې وروستی عسکر یې هم له افغانستانه راوتلی او په دې سره یې له جرمني دباندې خپل شل کلن نظامي ماموریت پای ته رسولی دی.دې وړاندې زیاته کړې، چې په دې دوو لسیزو کې یو سل پنځوس زره نارینه او ښځینه جرمني عسکرو په دوراني‌ ډول په افغانستان کې دنده اجراء کړې، چې ددې په خبره، د قدر وړ دي‌ او خپلو اهدافو ته ژمن پاتې شوې دي.

هغه د افغانستان په جګړه کې د ټپي شویو او وژل شویو عسکرو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.د جرمني‌ پارلمان څه موده وړاندې په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه غځولی و، خو د امریکایي ولسمشر دې پریکړې چې ټول امریکایي عسکر به د سپتمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وځي، د یاد هیواد پریکړه بدله کړه.

جرمني‌ چې په افغانستان کې یې د امریکا تر متحده ایالاتو وروسته تر ټولو ډیر پوځیان درلودل، په دې وروستیو کې په مزار شریف ښار کې دیره وو، چې څه موده وړاندې یې حکومت ته د هغوی کمپونه وسپارل او اوس له هیواده ووتل.

img 20210608 165200

پرون ورځ د مزار شریف له هغه کېمپ څخه چې جرمن عسکرو یې مشري په غاړه درلوده، د مرمۍ ضد موټرونو او نورو وسایلو د چور کولو هڅه هم شوې ده؛ خو ویل کېږي، امنیت شورا یې په مخنیوي‌ توانېدله او هغه ساز و سامان ېې محفوظ وساتل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button