Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

په زړه پورې

یونېسف وايي، زیاتره افغان مېرمنې د زیږون په مهال کلینیکونو ته لاس رسی نه لري

یونېسف پر اېکس پاڼه لیکلي چې زیاتره افغان مېرمنې له کلینیک او ډاکټرې پرته زیږون کوي

په افغانستان کې د طالبانو په راتګ د روغتیا په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي، ځکه د طبي سکتور د برخې متخصصین، تمویلوونکي او نور مرسته کوونکي بنسټونه له دغه هېواده ووتل، خو تر ټولو ډېر زیان یې بیا مور او ماشوم ته اوښتی دی.

په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه چې په د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یو څه راټیټه شوې وه، بېرته بیا په لوړېدو ده.

په دې اړه د یونېسف اندېښنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» وايي، چې په افغانستان کې یو پر درېیمه امېندواره مېرمنې له روغتیايي مرکزونو بهر زېږون کوي.

دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې له ۶۷ سلنې څخه زیات زېږونونه د یوه مسلکي روغتیايي متخصص له خوا ترسره کیږي.

نور ولولئ: د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

نور ولولئ: د انسان روغتیا ته د فضايي سفر خطرونه

یونیسیف د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه امیندواره میرمنې چې د روغتیا پاملرنې متخصص پرته له روغتیایی مرکزونو بهر زیږون کوي ​​د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

afghan (86)
یونېسف وايي، زیاتره افغان مېرمنې د زیږون په مهال کلینیکونو ته لاس رسی نه لري

دغې ادارې په مزارشریف کې د نسایي ولادي فهیمې د ژوند کیسه کې لیکلي، “امیندواره میرمنې باید لږ تر لږه څلور ځله د زیږون دمخه یو وړ ډاکټر ته مراجعه وکړي، خو په افغانستان کې یوازې یو پر دریمه برخه میرمنې دا کار کوي.”

د امیندوارو ښځو ستونزې

دغه کارپوه یونیسیف ته وویل چې ډیری امیندواره میرمنې نه پوهیږي چې څنګه د امیندوارۍ پرمهال ځان ته صحي خواړه چمتو کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټول افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د حمل او ولادت د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

ملګرو ملتونو هم افغانستان د میندو د مړینې له پلوه یو له بدو هېوادونو څخه بللی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زیږونونو پر سر ۶۳۸ ښځې مړه شوي دي.

پر دې سربېره، چې په افغانستان کې طبي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ ده، طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړلي دي.

بېلابېلو بنسټونو د اندېښنې په ښکاره کولو سره ویلي، که چېرته طالبان د زده کړو مرکزونه خلاص نه کړي، نو په نږدې راتلونکې کې به د ښځینه نرسانو، ډاکټرانو او قابلو بې برخې افغانستان ولرو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button