سات تيري

یوه داسې الوتکه چې هېڅوک یې نه غواړي

په دې الوتکه کې ۵ میلیونه ډالر، د سرو زرو خښتي او وسلې هم شته خو مالک یې ورک دی

د زامبیا په پلازمېنه لوساکا کې یوه خصوصي الوتکه د څېړنو په مرکز اوښتې ده.

په دې الوتکه کې له ۵۰ لکو زیات ډالر، د سرو زرو تقلبي خښتې، توپانچې، مرمۍ او باروت په کې دي.

د څېړنو په لړ کې دومره معلوه شوې، چې دا الوتکه ۱۵ ورځې وړاندې د مصر له پلازمېنې قاهرې څخه راالوتې او په زامبیا کې یې ناسته کړې ده.

نور ولولئ: د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه را لویدلې ده

د حیرانتیا وړ خبره دا ده، تر دې دمه نه په مصر کې او نه هم په زامبیا کې چا د دې شخصي الوتکې او په هغې کې د شته څیزونو د مالکیت ادعا کړې.

د دې الوتکې او په کې شته څېزنو په اړه ډیرې ګنګوسې خپرې شوې دي.

په دې کې څوک ښکېل دي؟

لکه، ایا په دې پیښه کې ښکېل کسان د مصر یا زامبیا لوړ رتبه سیاسي یا نظامي شخصیتونه دي؟ ایا دا یوازېنی الوت و یا دا چې دا ډول سلګونه الوتنې ترسره کېږي؟

هغه څه چې تر دې دمه په ټوله قضیه کې معلوم شوي هغه د دې الوتکې سپاره پنځه مصریان او شپږ زامبیایان دي چې په دا وروستیو کې د پلازمېنې لوساکا په یوه محکمه حاضر کړلی شوي دي.

دې مصریانو او زامبیایانو دواړه باندې د قاچاق او فساد تورونه لږول شوي دي.

نور ولولئ: دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

خو په زامبیایانو باندې د جاسوسۍ تورونه هم لږول کېږي.

د زامبیا وګړي، چې محکمې ته وړاندې شوي، د دولتي ماڼۍ یو چارواکی، د ولسمشر د رسمي استوګنځي او د دفتر یو چارواکی پکې شامل دي.

ښايي نړۍ له دې هر څه ناخبره پاتې شوې وای که چېرې یوه ژورنالیست په خپله وېبپاڼه ‘میټداتش’ کې د دې پېښې اړوند د مصري چارواکو ښکېلتیا نه وای بربڼده کړې.

د خبریال ورکېدل او بیا نیول کېدل

د دې پېښې په اړه د حقایقو له خپریدو سمدستي وروسته د مصر امنیتي ځواکونو په ساده جامو کې د کریم اسد په نوم یو مصری خبریال له خپل کوره ونیوه.

په لومړي سر کې هیڅوک نه پوهېدل چې چیرې تری تم شو.

د اسد په اړه هیچا نه شوی ویلی، چې ولې او چیرې یې وړی دی.

مصري خبریالانو بیا په ټولنیزو رسنیو کې داسې اسناد خپاره کړل چې پکې د زامبیا د پولیسو لخوا د یادې الوتکې په تړاو توضیحات وو.

د راپورونو له مخې په نیول شویو کسانو کې درې مصري پوځي افسران او یو لوړ پوړی پولیس شامل دی، چې د کریم اسد لخوا لږول شوي تورونه په ډاګه کوي.

د کریم اسد ملګرو په ټولنېزو رسنیو کې خپل غږ پورته کړ او یو لړ لاریونونه یې پیل کړل، چې دوه ورځې وروسته اسد ازاد کړلی شو.

دا چې کریم اسد په کومه قضیه کې او ولې ونیول شو دا تر دې دمه یو راز دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button