ژوند

یو هېواد کې دولتي کارمندانو په دولتي دفترونو کې د مسکی پاتې کېدلو امر شوی.

دولتي مامورین د کار پر مهال مسکا یا مسکا کول

د فلیپین هېواد یو ښاروال دولتي کارمندانو ته په دفترونو کې د کار پر مهال د خندا یا مُسکي اوسېدو امر کړی دی او ویلي یې دي، که چېرته څوک د دندې پر مهال مُسکی نه و، نو هغه به جریمه کېږي.

د موسکا پالیسي د دولتي کارمندانو د کار او چلند ښه کولو لپاره

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د فیلیپین د کیوزون ولایت کې د میولانی ښاروال اریس ایل ایګوایري د دولتي کارمندانو د کارونو او چلند د ښه کولو لپاره د (مُسکا پالېسي) جوړه کړې ده. په راپور کې راغلي دي، چې د یاد ښاروال د دغه پالېسۍ جوړولو یوازینی هدف دا دی، چې هر څوک دولتي ادارو ته د خپلو کارونو لپاره ورځي، نو هلته ورته یو له خندا او مُسکا ډک کارمند په مخه ورشي، تر څو د خلکو کارونه په خوشحالۍ سره ترسره شي

نور یی ولوله | څنګه خپل ذهن قوي کړو؟

نور یی ولوله | لوي اخترونو کې د افغانانو خواړه څه ډول وي

دغه ښاروال دا هم ویلي دي، چې دوی به د هغه ټولو دولتي ادارو او عامه ځایونو، چېرته چې دولتي کارمندان کارونه کوي، څارنه کوي او که چا په دغه امر باندې عمل ونکړ، نو د هغه پر وړاندې به قانوني ګامونه بورته کېږي. خو دوی دا نه دي ویلي، چې دغه قانوني ګامونه به څه وي، خو داسې اندازه ښودل شوې ده چې دغه کارمندان به جریمه کېږي. همدا راز د جولای په ۵مه نېټه یو رسمي مکتوب هم په دې اړه خپور شوی دی.

دغه چاره نه یوازې دا چې د میولانی ښاروال له خوا په رسمي توګه ترسره کېږي، بلکې د سیلانګ په نوم ښاروال له خوا هم دغه پالېسي خپله شوې ده او په رسمي ډول یې دولتي کارمندانو ته د مُسکي اوسېدو امر کړی دی.باید یاده کړو چې مسکا د خلک راهت کوي او کومه ستونزه چې ورته رامنځته شوی وی په ښه او ارامه دماغو ېې هل کولی شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button