اقتصاد او سوداګري

۱۸۰ کسیز ایرانی پلاوی کابل ته ورسېد

۱۸۰ کسیز ایرانی پلاوی کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون او له افغان سوداګرو سره پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې وکړي.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د رئیس محمود سیادت په مشرۍ شاوخوا ۱۸۰ سوداګر، پانګه‌وال او اقتصادي فعالان کابل ته رسېدلي دي.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د اقتصادي همکاریو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول دي.

ایرانی پلاوی په نندارتون کې ګډون کوي

ټاکل شوې دغه پلاوی په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي. په دې نندارتون کې د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو سوداګر او شرکتونه خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پلاوي په ترکیب کې د ایران د بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادي برخو استازي شامل دي.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې کابل ته د رسېدلي پلاوي هرکلی د دغې خونې رئیس کمال‌الدین توحید کړی دی.

ایرانی پلاوی له افغان سوداګرو سره ګوري

ټاکل شوې ایرانی پلاوی په کابل کې له افغان سوداګرو، پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو سره یو لړ لیدنې ولري.

په دغو لیدنو کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او اقتصادي همکاریو پر فرصتونو خبرې وشي.

همدارنګه تمه ده چې د دواړو هېوادونو سوداګر د صادراتو او وارداتو، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته ستونزو او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

د دغه سفر پر مهال به سوداګرو ته دا زمینه هم برابره شي چې د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د پانګونې او سوداګرۍ شته فرصتونه وارزوي.

د ایرانی پلاوی سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونه د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اړیکو پر زیاتولو ټینګار کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button