نړیوال خبرونه

۲۰۲۰ کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ټرمپ د ټاکنو پر پایلو بدلولو تورن دی

داسې شواهد او اسناد شته چې پخوانۍ ولسمشر ټرمپ د یادو ټاکنو د پایلو د بدلولو پر هڅو تورنوي

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د دسیسو به جوړولو تورن شوی دی.‌

پر هغه همدا راز امریکا کې د درغلۍ د دسیسې، شواهدو کې د لاسوهنو او د اتباعو د حقونو پر ضد د دسیسې تورونه هم لګېدلي دي.

نور ولولئ: ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

پر ډونلډ ټرمپ دغه تورونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د برید په اړه د څېړنو پایله کې لګول شوي‌.‌

خو ټرمپ بیا دا تورونه ردوي

خو ښاغلی ټرمپ، چې ۷۷ کلن او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا د جمهوریپال ګوند له اړخه نوماند دی، دغه ټول تورونه ردوي.

د یادونې ده چې هغه له وړاندې محرمو اسنادو سره د ناسم چلن او دې تور سره هم مخ دی، چې ګوندې د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې ته یې د چپ پاتې کېدو بدل کې د ورکړو پیسو پټ ساتلو لپاره په سوداګریزو سوابقو کې لاس وهلی دی.

دغه نوي تورونه،‌ چې د ۴۵ مخونو په یوه ادعا لیک یا صورت دعوه کې رانغښتل شوي منصفه پلاوي محکمې ته وړاندې کړل او ښاغلی ټرمپ یې له مخې پنجشنبه په ځايي وخت تر غرمې وروسته څلور بجې د واشنګټن ډي‌سي محکمې ته احضار شو.

نور ولولئ: ټرمپ د جنايي جرمونو د تورونو په تړاو محکمې ته د حاضرېدو لپاره نیویارک ته ورسېد

دغه ادعا لیک وايي‌ چې ډونلډ‌ ټرمپ “هوډ درلود په واک کې پاتې شي” او دا چې ګوندې د ټاکنو د پایلو اړولو لپاره یې د بریا درواغجنه ادعا کړې ده.‌

دا سند زیاتوي “دغه ادعاوې درواغجنې وې او تورن پوهېده چې دا دروغ دي.”

پر کانګرس ودانۍ برید

پر کانګرس برید پر داسې ورځ شوی و چې د کانګرس غړي‌ ټاکنو کې د جو بایډن د بریا پر تصدیقولو بوخت وو

د یادونې ده چې ښاغلي ټرمپ د ‘تروت سوشیل’ په نوم پر خپله خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې د دغو تورونو تمه یې درلوده.‌

هغه همدا راز دا “یو بل جعلي ادعا لیک” او د نوموړي په وینا د یوه “لیوني” څارنوال لخوا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلې هڅه بللې ده.‌

خو څارنوال جک سمت رسنیو ته ویلي “د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه پر کانګرس برید،‌ امریکا کې د دیموکراسۍ پر څوکۍ برید و.”

نوموړي زیاته کړې هغه څه چې خلک یې پر کانګرس برید ته ولمسول د داسې دروغو تولګه وه چې “د تورن لخوا د امریکا حکومت د یوه ارکان د ځنډولو په موخه مطرح” شوې وه.‌

کېدای شي چې راتلونکی کال ټرمپ محکمې ته حاضر کړل شي او دا دوسیه پر مخ یوسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button