بلخوا بیا کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ هم دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو او ملاتړ په اړه پر یو نوي ګډ سند هوکړه شوې ده.په دغه سند کې هم د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.دغه سند کې دا هوکړه هم شوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل هیواد پر ضد نه کارول کیږي او ترڅنګ یې د هغو کړیو او مخالفینو پر افشا کولو هم هوکړه شوې چې سوله نه کوي.
د IPL له ختمېدو وروسته هغه بېرته افغانستان ته راستون شو او خپل ټول وخت يې خپلې کورنۍ ته ځانګړى کړى دى. د هغه عکس چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى، پکې ليدل کېږي چې د خپلو ماشومانو سره يو ځاى دى.د محمد نبي له خپلو ماشومانو سره دا عکس د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې هم خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي.
محمد نبی لا هم خپلې کورنی سره دی
د يادولو وړ ده چې بيګ باش سياليو کې چې کوم لوبغاړي لوبېږي، هغه به اسټراليا ته له رسېدو وروسته د ١٤ ورځو لپاره کرنټين کېږي، چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان څو ورځې وړاندې اسټراليا ته تللى دى او اوس هلته کرنټين دى.
همدا رنګه محمد نبي هم ښايي په راتلونکو دوه ورځو کې اسټراليا ته لاړ شي، ځکه چې د بيګ باش سيالۍ د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېدونکي دي.همدا راز په دې سياليو کې مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي، خو د هغوى د تګ په اړه هم تراوسه پورې کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.
نجیبه فیض چې یوه مشهوره میزبانه او اداکاره ده. هغه وايي وطن ورباندې ګران دی او مینه ورسره لرم. نوموړې د بامیان اړه لیکي بامیانو ېک چې له وروستیو چاودنو خبره شوم، نو د بامیانو بې غرضه خلک، د خلکو او ټولنې هغه ښه تصویر یې را مخ ته شو، چې څو میاشتې مخکې زه له کورنۍ سره یوځای په چکر تللې وم او د دغه ځاۍ ښکلا مې ولیده.
اغلې نجیبه لیکيزه چې کله بامیانو ته له خپلې کورنۍ سره تللې وم، د بامیانو ډېر وړوکی ښار دی، کله چې مازدیګر وخت موږ وغوښتل بهر ولاړ شو او د بامیانو هغه مشهور بت وګورو نو موږ زیاتې نجونې وو او د خپلې خوښې لباسونو کې تللې وو، چا پتلون اغوستی وو، واړه څادرونه مو په سر وو، دې بت ته مخامخ لوی میدان وو، چې له نارینوو ډک وو، چا څه لوبې کولې، خو یو سړي هم موږ ته کاږه نه دي لیدلي، چې دا خو ټولې نجونې دي، یا یې زموږ په لباس خبرې کړې وي، لکه په نورو ښارونو کې چې بهر نجونې ووځي او نارینه ورپسې څټ تاووي یا یو څه وایي او په بل نظر ګوري.
نوموړې زیاتوي هر حال خو موږ هلته عکسونه اخیستل، ویډیوز مو کولې، خبرې مو کولې، خو ولا که دې نارینوو داسې ویلي چې دلته هم څوک ولاړ دي که نه، یا یې داسې بد رقم را لیدلې وي، د بامیانو د خلکو دا بې غرضه اوسېدل راباندې ډېر ښه ولګېدل.هغه وايي موږ چې بازار کې ګرځیدو، دوه شیان چې زما په نظر راغلل، یو خو دا وو، چې غربت زیات وو، خلک یې ډېر شتمن او پیسه داره نه وو، لکه زموږ د نورو ولایتونو هېواد وال غوندې، بازار یې ډېر وړوکی او غریبانه بازار وو، خو ما دې ښار کې یو فقیر او په عامه اصطلاح سوالګر ونه لید، لکه په کابل، جلال اباد یا نورو ښارونو کې چې چېرته موټر ودروې، نو فقیران شیشې در ماتوي او سوال کوي، خو ما بامیانو کې هېڅ داسې یو فقیر ونه لیدو.
د بامیانو نوی تصویر د نجیبې په فکر
بیا چې موږ د بامیانو بند امیر ته تللو یا به موټر کې ګرځیدو، نو ما به لیدل چې ښځې او سړي دواړه یو ځای کار کوي، که هغه په ځمکو کې کار وو، په باغونو کې، یا بل ځای کې.کله چې بند امیر ته لاړو موږ ولیدل چې په کراچۍ باندې هم ښځو شیان خرڅول هم سړو، مزدوري یې کوله، نو زما باور نه راته چې زه پرته له امنیتي ساتونکو نه په بامیانو کې له خپلې کورنۍ سره ګرځم، زما غوندې نورې جونې هلته ګرځي، نه ورته څوک بده خبره کوي، نه دې هغه وویریږي.
اغلې نجیبه وايي ما ته هېڅ داسې نه باورېدله چې دا دې د افغانستان غوندې د یو هېواد ولایت وي، دا په دې معنا ده چې هلته خلک ډېر تعلیم یافته او لوستي دي، روشن فکره دي، پر امنه دي، هلته د پر لپسې ماین چاودنو څېړنه باید وشي، بامیان د ورانولو نه دی. ځکه بامیان چې ما ولید نو ما ته د کابل هغه څلوېښت کاله پخوانی تصویر چې ما مې د مور له کیسو اورېدلی وو، چې څومره امنیت وو، ارامي وه، کابل څومره ښایسته او مډرن وو، هغسې تصویر ذهن ته راغلو، چې بامیان د پخواني کابل په شان دی.
نو دا وروستۍ درې څلور چاودنې چې بامیانو کې وشوې، ډېره خفه شوم، چې بامیانو کې د ورانولو څه دي؟ هغه خلک خو دومره پر امنه دي، دومره په تعلیم باندې مٸین خلک دي او دومره غیرتي دي چې فقیران یې خیر هم نه غواړي، مزدوري کوي، سبق هم وایي، کار هم کوي، ښځې یې هم کار کوي، په باغونو کې، په پټو کې، په بازار کې او په هر ځای کې، خو خیر نه غواړي، غیرت دې ته وایي، خو که هلته چاودنې کیږي او په هره بڼه وي، که سیاسي وي او که ترهګریزه وي، باید یې څېړنه وشي او حکومت یې د نورو احتمالي پېښو مخنیوی وکړي.
د بامیانو نوی تصویر د نجیبې په فکر
زه ډېرو ولایتونو ته تللې یم، خو بامیان زما لپاره یو ډېره خوندوره خاطره وه، ډېر غیرتمند او ښه خلک یې وو، ما په دې درې کالو کې دومره ښه، پر امنه، تعلیم یافته او دومره په وطن مٸین خلک په ټول افغانستان کې نه وو لیدلي.
د ډسمبر په ۱۴مه به د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ رسمي نتیجه اعلان شي او بیا به نوی منتخب ولسمشر جو بایډن د جنوري په ۲۱مه د لوړې مراسم ترسره کړي.د یادونې وړ ده چې دبایډن حکومت سولې لپاره هم مهم دی چې هغه به د افغان سولې په هکله څه ډول دا به وخت ثابت کړي.
د انسان بدن هر قسم ويټامنونو ته اړتیا لري. ويټامين سي يو له هغو ويټامينو څخه دی چې تر ټولو ډېر پیژندل کېږي او ترټولو زيات کارول کېږي، په ځانګړي ډول دغه ويټامين د ژمي د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر زيات کارول کېږي، مګر په اصل کې ويټامين سي بدن ته ډېرې زياتې ګټې لري، او ښه نتیجه ورکوي.
اوس به مونږ تاسو سره معلومات شریکوو، چې دويټامن سي بدن کې دنده څه ده.ګټې يې کومې دي او په کومو توکو کې موندل کېږي. پوښتنې ځوابوو.ويټامين سي د ډېری خلکو لخوا پيژندل کېږي او په لوړه کچه کارول کېږي، ډېری حيوانات پخپل بدن کې پخپله کولی شي ويټامين سي تولید کړي، مګر انسان نشي کولی دغه ويټامين پخپله بدن کې پخپله تولید کړي له همدې کبله مجبور دی دغه وېټامين له بهر څخه يانې له نورو مېوو او دانو ترلاسه کړي.
دغه ويټامين سي له هغو ويټامينو څخه دی چې تر ټولو ډېر پیژندل کېږي او ترټولو زيات کارول کېږي، په ځانګړي ډول دغه ويټامين د ژمي د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر زيات کارول کېږي، مګر په اصل کې ويټامين سي بدن ته ډېرې زياتې ګټې لري، په دې ليکنه کې ويټامين سي څه شی دی، په بدن کې یې دنده څه ده؟ ګټې يې کومې دي او په کومو توکو کې موندل کېږي؟ پوښتنې ځوابوو.
دغه ویټامین د ډېری خلکو لخوا پيژندل کېږي او په لوړه کچه کارول کېږي، ډېری حيوانات پخپل بدن کې پخپله کولی شي ويټامين سي تولید کړي، مګر انسان نشي کولی دغه ويټامين پخپله بدن کې پخپله تولید کړي له همدې کبله مجبور دی دغه وېټامين له بهر څخه يانې له نورو مېوو او دانو ترلاسه کړي.
ويټامين سي ترټولو ډېر په تازه مېوو او سبزيجاتو کې موندل کېږي مالټې، لېمو، ګریپ فروت، کينو، ګلپي، شفتالو، ګشنيز، شلغم، ځمکني توت، انه ناس، تازه فاصليه، پياز، کچالو او کيوي ترټولو زيات ويټامين سي لري.ددې لپاره چې بدن مو منظم خپل کار وکړي پکار ده په منظم ډول ويټامين سي ترلاسه کړي، ځکه د ويټامين سي کم والی ځينو ناروغيو ته دعوت ورکوي.
د انسان بدن کې د ويټامين سي کم والی تر ډېره ناسمې تغذیې، شراب څښلو، زياتو اندېښنو، سېګرېټو او د پښتورګو د ناروغيو له کبله پيدا کېږي.تر ډېره د وېښتانو د تويېدو، د وینې کم والي، د پوزې د وینې کېدو، د غاښونو د ضعيف کېدو، د بدن د بندونو د درد، بې شيمه ګۍ، د پوستکي د وچ والي، د مېتابوليزم د ورو والي او داسې نور مرزون اخته کیدی شي.