سیمهنړۍ

د امریکا ولسمشر د ایران اوسني رژیم د بدلون مسئله رد نه کړه

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د “رژیم بدلون” مسله رد نکړه.

ولسمشر ټرمپ “ټروت سوشل” پاڼه کې لیکلي: “د “رژیم بدلون” اصطلاح کارول له سیاسي پلوه سم ندي؛ خو که اوسنی ایراني رژیم د ایران د عظمت راګرځولو وس ونلري، نو ولې باید رژیم بدل نشي؟”

هغه خپله لیکنه “ایران ته د عظمت راګرځولو” پر شعار پای ته رسولې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې، چې امریکا “بم ته د ایران لاسرسی شنډ کړ” او تېره شپه یې “لویه لاسته راوړنه” ترلاسه کړه.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په نورو هېوادونو کې د دوی پر ضد او د امریکا پر ګټو پر خلاف د لاریونونو احتمال شته.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییل او ایران ترمنځ شخړې د سفرونو په چارو کې ګډوډي رامنځته کړې او کله نا کله د منځني ختیځ د هوايي حریم د بندېدو لامل کیږي.

له همدې امله امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې له زیات احتیاط کار واخلي.

په خبرپاڼه کې له امریکایي وګړو غوښتنه شوې چې د سفر د پلان جوړولو پر مهال دې وروستي امنیتي خبرتیاوې تعقیب کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button