پوتين وايي داعش د افغانستان شمال کې راټولیږی
روسیه–
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل چې د داعش سلګونه جنګيالي د افغانستان شمال کې راټولیږی چې موخه يې د کډوالۍ په پلمه د مرکزي آسيا جمهوريتونو ته ورتګ دی زموږ د استخبارتو له مخې د افغانستان شمال کې
يوازې د داعش د غړو شمېر تقريبا ۲۰۰۰ وګړو ته رسيږي دغه خبره د روسيې ولسمشر د پخواني شوروي د هېوادونو له مشرانو سره په ويډيويي کنفرانس کې وکړه.پوتين د روانې اوونۍ په جریان کې هم د عراق او سوريې له مجربو داعشي جنګياليو څخه خبرداری ورکړ چې افغانستان ته مخه کوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي طمع لري چې طالبان به له دغه ګواښ سره وړ چلند وکړي. پوتين دا هم وويل چې د داعش مشران په افغانستان کې غواړي د دغې ډلې نفوذ په مرکزي آسيا کې تضمين کړي څو مذهبي او خونړی جنګ ته لاره هواره وی مسکو دغه سيمه د خپل نفوذ ساحه بولي
ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي
پوتين د مرکزي آسيا هېوادونو له مشرانو سره په غونډه کې چې ځينې يې له افغانستان سره ګډه پولي لري، وويل تروريستان کوشش کوي چې د فدراسيون خاورې ته داخل شي، چې د نورو تر څنګ ځانونه کډوال معرفي کوي طالبان چې د اګست په نيمايي کې يې حکومت واکمن شو غواړی چه نړیوال په رسمیت وپیژنی. پوتين بيا دا هم وويل چې د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بايد بيړه ونه شي خو زياته يې کړه چې موږ پوهيږو چې له هغوی سره بايد چلن وکړو