جرمني کې د کورونا ناروغی له امله مثبتو پیښو نوی ریکارد ثبت
جرمني –
جرمني کې د کورونا ورځنیو مثبت پېښو نوی رېکارډ ثبت کړه چی ډېر ناروغان پرته واکسین شوي وګړی دي جرمني کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس نژدې ۳۴ زره تازه مثبتې پېښې ثبت شوې چې د دې ناروغۍ له پیل رادیخوا هلته د ورځنیو مثبتو پېښو نوی رېکارډ دی
په همدې موده کې هلته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله د ۱۶۵ نورو وګړو مړینه هم ثبت شوې د دې هېواد د عامې روغتیا وزیر ویلي دا ځل دې وبا ډېر هغه وګړی نیولي چې د کورونا ضد واکسین یې نه دی کړی تر دې مهال په جرمني کې ۱۶ میلیونه وګړو واکسین ندی کړی خو روغتونو کې د سخت ناروغانو شمېر تر پسرلي کم دی د ناواکسین شویو وګړی پدی ډله کې نږدې ۳ میلیونه هغه وګړی هم دي چې عمرونه یې تر شپېتو پورته دي او له همدې امله له سخت خطر سره مخامخ دي په ورته وخت کی د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
چې تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې کی په اروپا کې نیم میلیون نور وګړی هم له کورونا ناروغی له امله مړه کېدای شي د یاد سازمان چارواکي د دې وضعیت ملامتیا د واکسیناسیون پر بهیر اچوي او همدا رنګه وایي ځینو حکومتونو تر وخت وړاندی د کورونا ضد بندیزونه لری کړی د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګه کې ۵۳ هېوادونه دي چې د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه هم پکې راځي تر دې مهال په دې سیمه کې د کورونا وېروس له امله د نژدې یو نیم میلیونو وګړو مړینه ثبت شوې
جرمني چارواکي وېره لري چې په دې هېواد کې به د کورونا وېروس څلورمه څپه د لا ډېرو وګړو ژوند واخلي او پر روغتیایي چارو به هم سخت فشار راولي دوی ټینګار کوي چې که اقدام ونشي نو د کووېډ-۱۹ څلورمه څپه به دوګړی لا ډېر کړاو او ستونزو سره مخ کړي
په جرمني کې هوټلونو ته د اخیلدو پر مهال د کورونا واکسین د معاینې مثبت او منفي پایلې ثبوت غوښتل کېږي خو دا قانون تل او هر ځای نه پلی کېږي