سات تيري

جرمني کې د کورونا ناروغی له امله مثبتو پیښو نوی ریکارد ثبت

 جرمني جرمني

جرمني کې د کورونا ورځنیو مثبت  پېښو نوی رېکارډ ثبت کړه چی  ډېر ناروغان پرته واکسین شوي وګړی  دي جرمني کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس نژدې ۳۴ زره تازه مثبتې پېښې ثبت شوې  چې د دې  ناروغۍ له پیل رادیخوا  هلته د ورځنیو مثبتو پېښو نوی رېکارډ دی‌

په همدې موده کې هلته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله  د ۱۶۵ نورو وګړو  مړینه هم ثبت شوې د دې هېواد د عامې روغتیا وزیر ویلي دا ځل دې وبا  ډېر هغه وګړی  نیولي چې د کورونا ضد واکسین یې نه دی کړی تر دې مهال  په جرمني کې ۱۶ میلیونه وګړو  واکسین ندی کړی  خو روغتونو کې د سخت  ناروغانو شمېر تر پسرلي کم دی د ناواکسین شویو وګړی  پدی  ډله کې نږدې ۳ میلیونه هغه وګړی  هم دي‌ چې عمرونه یې تر شپېتو پورته دي او له همدې امله له سخت خطر سره مخامخ دي په ورته وخت کی  د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

  چې تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې کی  په اروپا کې نیم میلیون نور  وګړی هم له کورونا ناروغی له امله  مړه کېدای شي د یاد سازمان چارواکي د دې وضعیت ملامتیا د واکسیناسیون پر  بهیر اچوي او همدا رنګه  وایي ځینو حکومتونو تر وخت وړاندی  د کورونا ضد بندیزونه لری کړی د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګه کې  ۵۳ هېوادونه دي چې د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه هم پکې راځي تر دې مهال  په دې سیمه کې د کورونا وېروس له امله د نژدې یو نیم میلیونو وګړو  مړینه ثبت شوې

جرمني چارواکي وېره لري چې په دې هېواد کې به د کورونا وېروس څلورمه څپه د لا ډېرو وګړو ژوند واخلي او پر روغتیایي چارو به هم سخت فشار راولي دوی ټینګار کوي چې که  اقدام ونشي نو د کووېډ-۱۹ څلورمه څپه به  دوګړی  لا ډېر کړاو او ستونزو سره مخ کړي

 په جرمني کې هوټلونو ته د اخیلدو پر مهال د کورونا واکسین د معاینې  مثبت او منفي پایلې ثبوت غوښتل کېږي خو دا قانون تل او هر ځای نه پلی کېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button