Uncategorized

راشد خان هندیانو ته د جمهوریت د ورځې مبارکي ورکړه

نن د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په هند کې د جمهوریت ورځ لمانځل کېږي، چې دا ورځ په حکومتي او ولسي کچه باندې لمانځلی کېږي او په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر مشهور شخصیتونه د دغه ورځې مبارکي ورکوي.

د هند د جمهوریت د ورځې په مناسبت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان هم هندیانو ته د جمهوریت د ورځې مبارکي ورکړې ده.راشد خان دغه ټویټ چې لږ ساعت مخکې یې کړی دی، تراوسه پورې له څلور زرو څخه زیاتو کسانو لایک کړی دی او ډېری هندیانو ترې مننه هم کړې ده.

د هند کرکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو او همدا راز د بالیووډ سینما مشهورو هنرمندانو هم په ټولنیزو رسنیو کې د هند د جمهوریت د ورځې مبارکي خلکو ته ورکړې ده.

نور یی ولوله | افغانستان له پاکستان او هند نه مخکې شو

د یادولو وړ ده چې راشد خان نن له اماراتو څخه پاکستان ته تللی دی، چې هلته به د پاکستان سوپر لیګ کې ګډون کوي او د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره به لوبېږي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button