Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیاست

له زلزله ځپلو سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې څه باندې۲۰مېلیون افغانیو مرسته

د سوداګرۍ او پانګونې خونې له 20 ملیون څخه ډیر چمتو کړي

د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د خصوصي سکټور د مرستو په لړ کې، داځل سوداګرۍ او پانګونې خونې د دې ولایتونو له زلزله ځپلو سره څه باندې شل مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه. 

افغان خصوصي سکټور تر اوسه له ۳ میلیونو څخه زیاته مرسته کړې ده

د دې خونې سرپرست وايي، د دوي مرستې به د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لارې پر ځايي خلکو ووېشل شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، تر اوسه د افغانستان خصوصي سکټور په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «افغان سوداګرو تر دې دمه مېلیونونه افغانۍ مرسته کړې. زموږ نننۍ مرسته ۱۳ مېلیونه افغانۍ ده.» پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مرستندویانو غواړي، زیانمنو شویو ته خپلې مرستې له دې وزارت لارې ورسوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي: «د زیانمنو د سرپناه په جوړولو کې باید ټول افغانان سره لاسونه ورکړو او د سرپناه په جوړولو کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړو.»

نور یی ولوله | د امریکا او اروپا د بندیزونو باوجود روسیې او افغانستان د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ

نور یی ولوله | افغانستان د روسیې له خصوصي سکټور سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو پر ناوړه وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، اوس‌مهال په‌دې ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ کورنۍ له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: «د ناتایید شویو راپورونو له‌مخې، د پکتیکا او خوست ولایتونو د برمل او ګیان ولسوالیو له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې کورنۍ په ازاده فضا کې ژوند کوي چې له دې ډلې یوازې ۴۰۰ کورنۍ په برمل کې دي. نورې کورنۍ هم شته چې کورونه یې څه ناڅه ویجاړ شوي او یا نه‌دي ویجاړ شوي، د وېرې له امله په ازاده فضا کې اوسي.»

د عامې روغتیا وزارت د  معلوماتو له مخې، په پکتېکا او خوست ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له امله له زرو ډېر کسان مړه شوي او نږدې پنځه زره کورونه یا په بشپړ ډول او یا هم څه ناڅه ویجاړ شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button