متقي : هیله مند یو چې نړی به اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني.
نړۍ به اسلامي امارت په رسمیت پیژني
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امـیر خـان متقـي ډاډ ورکوي چې نړۍ به بالاخره د اسـلامـي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي په هرات کې د پولیسو فراغتغونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د نړۍ له لوري د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په برخه کې د خلکو ملاتړ خورا اړین دی. د هغه په خبره د خلکو له ملاتړ پرته، هېواد کې د امنیت ټینګښت ناشونی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي: «دنیا به اخر دې ته راځي چې هم به تا په رسمیت پېژني، هم به تا سره تعامل کوي او هم به له تا سره راشه-درشه زیاتوي
نور یی ولوله | خلیلزاد: طالبان باید د افغانانو د ژوند اصولو ته ژمن پاتې شي
نور یی ولوله | امریکا د افغانانو لېږد کې د قطر د رول ستاینه کړې
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دلته د څه باندې پنځه سوه پولیسو د فراغت په مراسمو کې د امنیتي ځواکونو مسلکي توب ته خوشبین دی. ښاغلی متقي زیاتوي: «نړۍ حیرانه ده چې یوه اردو او پولیس چې شل کاله د یرغلګرو پر وړاندې په غرونو او دښتو کې په جهاد بوخت و، کله چې ښار ته دننه کېږي، په منظمو پولیسو او ادرو تبدیلېږي
د پولیسو د روزنې قوماندان
دا تازه دمي ځواکونه له نظامي زده کړو وروسته هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې په دندو ګومارل کېږي. د لوېدیځې حوزې د پولیسو د روزنې مرکز قوماندان محمد اسماعیل هدایت وايي: «موږ تاسو ټولو ته ډاډ درکوو چې یونېفورم به هم رارسېږي او په بازار کې به ټول مجاهدین، هر ارګان خپل مشخص یونېفورم کې په پوستو کې د قطعاتو ساتنه کوي..
د پولیسو سرتېری عبدالله زیاتوي: «کله چې نظامي او غیر نظامي وپېژندل شي، له دې سره به غله او اختتافګر ورک شي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له دغو تازه دمو ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره نیک چلند وکړي. د نوموړي په خبره، د خلکو له ملاتړ پرته د امنیت ټینګښت ناشونی دی