په افغانستان کې ټولنيز ادبونه
په افغاني ټولنه کې د حکومتونو له بدلون سره ټولنيز ادبونه هم څه نا څه بدلون کوي، په ځانګړي ډول په ښاري ټولنو کې
په هره ټولنه کې اجتماعي آداب د هغې د طبقاتي ماهيت او سلسله مراتبو څرګندوی دي. یانې دا راښيي چې تر ځان بر، له ځان سره برابر او تر ځان ښکته کسانو سره به څنګه چلند کوو. دغه آداب نه يوازې د لوړې طبقې او عادي وګړيو په پېژندلو کې راسره مرسته کوي بلکې د هرې طبقې د غړيو د وضعيت او موقف په ساتلو کې هم برخه اخلي.
د ټولنيز ادب دوه مهمې سرچينې
که تاريخ ته نظر واچوو او د اجتماعي آدابو په سرچينو پسې وګرځو ويلی شو چې د اجتماعي آدابو په زېږېدو او وده کې دوو ځايونو ډېر اهميت لرلی دی. يو مهم ځای معبد او مزدک دی چې د ټولنې له ټولو غړيو غواړي چې د لمانځنې لپاره ورشي او هلته له طبقاتي توپيرونو پرته ټول د معبد سپيڅلتيا خوندي وساتي. د نړۍ د ټولو دينونو په عبادت ځايونو کې د ايمان خاوندان خپل درنښت ساتي او سپک حرکات نه کوي. په دغو ځايونو کې خندا، ټوکې ټکالې، خبرې اترې او شورماشور بې احترامي ګڼل کېږي.
ټولنه او مذهبي مشران د مزدک له آدابو څخه هر ډول سرغړاوی غندي او مخنيوی يې کوي
د اجتماعي آدابو د زېږېدو او جوړېدو دويم مهم مرکز د پاچاهانو دربار و. هلته به درباريانو او نورو حاضرانو د پاچا مخې ته د بدن حرکات په کابو کې ساتل. دوی اجازه نه لرله چې خپل احساسات او جذبات چې هر ډول وغواړي څرګند کړي.
په افغاني ټولنه کې د يوه ټولنيز ادب بدلون
په افغاني ټولنه کې د خوړلو له ادابو نیولې آن د کاليو تر اغوستلو پورې ټول هغه د ټولنيز ادب برخه ګڼل کيږي.
د بېلګې په ډول؛ د افغانستان په پخواني جمهوري حکومت کې دريشي اغوستل په ښارونو کې ډېر عام شوي وو حتا ويلی شو چې په ټولو رسمي ادارو کې ټولو کارکوونکو دريشي اغوستله. د طالبانو له راتګ سره سم بیا دغه ټولنيز ادب بدلون وموند او بېرته کليوالي کالي اغوستل په يوه ټولنيز ادب واوښتل.
د تازه مالوماتو پر اساس طالب چارواکو ټولو رسمي غير نظامي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د دوی په وينا کالي چې «اسلامي لباس» دی واغوندي.
نور ولولئ: افغان خواړه: لس د افغانستان دودیز خواړه باید وڅیړئ
د کاليو اغوستل هغه چاته چې کلونه-کلونه يې دريشي اغوستې ده يوه ستونزمنه چاره بريښي او د دوی په وينا په کاليو کې د ناراحتۍ احساس کوي.
د پوهنتون په زده کړيالانو کې هم د دغه تاثير څرک له ورايه ښکاري او ځينې يې وايي چې له هغو کسانو سره چې دريشي يې اغوستې وي تحقر آميز چلند کيږي او برعکس هغوی چې کالي يې اغوستي وي او يا يې کندهارۍ خولۍ پر سر وي په داخلېدونکې دروازه کې هيڅ نه پلټل کيږي.
نو لیدل کیږي چې د سیاسي حالاتو او نظامونو په بدلیدو سره د ټولنو په ځینو چلندونو او ادابو کې هم بدلون راځي.