ژوند

له وخت مخکې يا ژر انزال درملنه

زر يا له وخت وړاندې انزال چې په انګليسي کې ورته Premature ejaculation وايي او لنډ نوم (PE) دی؛ په نارينه وو کې يوه عامه ناروغي ده

ژر انزال يا Premature ejaculation په دې مانا چې نارينه چې نارينه د خپل ځان او خپلې ميرمنې د جنسي غوښتنې وړاندې داسې يو وضعيت ته رسيږي چې مني يې بهر کيږي او د نارينه جنسي غريزه په کې پای ته رسيږي.

نور ولولئ: کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

نارينه له دې ناروغۍ ډېر ځوريږي. ژر انزال د ښځې او خاوند تر منځ د خپګان سبب هم کیږي او همدا ډول د نارينه لپاره د شرم لامل هم جوړيږي. د ژر انزال د وخت په اړه ويل شوي دي چې که چيري د نارينه مني يوې دقيقې په کم وخت کې بهر شي نو ورته ژر انزال ويل کيږي. په ژر انزال کې ډېر ځلې فزيکي او رواني لاملونه ستون لري. په دې ليکنه کې د ژر انزال رواني لاملونه درته په ګوته کيږي.

د ژر انزال Premature ejaculation يا رواني psychological لاملونه:

۱- هر کله چې يو نارينه د واده يا ګډ ژوند په لومړيو کې وي نو د کوروالي پر مهال په کم وخت کې انزال ته رسيږي. سبب يې دادی چې هغه تر روحي اغيز لاندې راځي او ويره ورسره مل وي او همدا ډول يې پر ځان باور کم وي چې دی به وکولی شي او که نه چې د خپلې ميرمنې غوښتنو ته ورسيږي.

نور ولولئ: ایټالیا په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو له تدریس ډډه کوي

۲- دويم لامل چې ژر انزال په کې رامنځته کيږي د نارينه ډېر تحرک دی، چې ورته overexcited یا Stimulation هم وايي. دا چې نارينه له خپلې مېرمنې سره د جنسي اړيکو لپاره ډېر لېوال وي نو بيا هغه مهال چې دا اړيکې ترسره کوي له امله يې ژر انزال رامنځته کيږي.

۳- ويره يا anxiety: هر کله چې انسان په ځان باور ونه لري او د جنسي اړيکو څخه په ويره کې وي نو د کوروالي پر وخت يې مني ژر بهر کيږي. دا ويره د پورته لومړي لامل پر اساس وي يا هم ځيني نور لاملونه لري، مطلب دا چې هر کله نارينه راحت نه وي نو د کوروالي پر مهال يې مني د خپلې خوښې وخت څخه وړاندې بهر کيږي.

نور ولولئ: آيا طالبانو رښتيا په جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟

۴- ډېپرېشن يا Depression: ډيپريشن هم د ژر انزال يو بل لامل دی. هر کله چې نارينه په ډېپرېشن کې وي نو دا په دې مانا ده چې خپل عادي وضعيت کې نه وي، نو هر کله چې وضعيت عادي نه وي نو مني له ټاکلي او خپلې خوښې له وخت وړاندې بهر کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button