نړۍ خبرونه

د اوکراين جګړه؛ اوکرايني ځواکونو په باخموت کې د پرمختګ ادعا کړې

اوکرایني چارواکي وايي چې د هېواد په ختیځ ښار باخموت کې یې ځینې سیمې بېرته له روسي ځواکونو نیولې دي. د اوکرایني ځواکونو دغه پرمختګ په تېرو څو میاشتو کې کم‌ساری بلل کېږي

اوکرایني چارواکي وايي چې د دوی ځواکونو په یوه اوونۍ کې دوه کیلومتره پرمختګ کړی، او روسیې ویلي چې ځواکونه یې په یوه سیمه کې بېرته یو ځای شوي.

نور ولولئ: چین کولای شي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي کومک وکړي

که څه هم په باخموت کې دا د وضعیت بدلون یوه اشاره ده، خو په ټول کې د باخموت لپاره د اوکراین ځوابي بریدونو څرګند شواهد نه دي لیدل شوي.

پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه پیغام کې د دفاع وزارت مرستیاله هنا مالیار وايي، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونو د هيڅ یوه ځای له لاسه ورکولو پرته له روسي ځواکونو دوه کیلومتره سیمه ونیوله چې روسي ځواکونو ته درانه زیانونه هم اوښتي دي.

بل لور د روسیې تر کنټرول لاندې لوهانڅک کې د جمعې پر ورځ د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

په ختېځ اوکراین کې د جګړې لومړۍ کرښې ته له نژدې ۹۰ کیلومتره لېرې پرتې سیمې نه د لوګي پورته کېدو تصویرونه خپاره شوي دي.

د دې چاودنو لامل څرګند شوی نه دی، خو له هغه يوازې دوې ورځې وروسته کېږي چې بریتانیا وویل: اوکراین ته یې د توپان سیوری نومي داسې کروز توغندي ورکړي چې په اوږده واټن کې ګوزار کوي.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

د یادونې ده چې لوهانڅک سیمه کې روسي هدفونه د هیمارس نومي توغندیو د ګوزار له حده لېرې پرته سیمه ده چې مخکې پرې اوکرایني ځواکونو تکیه کوله.

له دې مخکې د روسیې دفاع وزارت وویل: د باخموت په یوه سیمه کې یې د ستراتيژیکو لاملونو له کبله خپل ځای بدل کړی دی.

د روسيې دفاع وزارت چارواکي وايي، د دوی ځواکونو له دفاعي پلوه یوه غوره ځای کې یو ځای شوي دي

خو د روسیې ملېشو واګنر مشر یوګیني پرېګوژین بیا وايي، هغه څه چې د روسیې دفاع وزارت یې وايي، د بیا یو ځای کېدو پر ځای تېښته ده.

نور ولولئ: اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي

که څه هم د باخموت تکنيکل اهمیت په هکله ماهرین یوه خوله نه دي، خو د ډېرو په اند د خونړۍ جګړې په دې پړاو کې یې سمبولیک اهمیت ډېر دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button