وېب او انټرنټ له یو بله څه توپیر لري؟
کله چې وېب وینو یا اورو، فکر کوو، چې همدغه وېب ټول انټرنټ دی. خو اصل کې داسې نده. وېب د انټرنټ یوه برخه ده.
د دغو جملو په لوستلو ستاسې سره حتما دا پوښتنې را پیدا شوې دي:
انټرنټ څه شی دی؟
وېب څه شی دی؟
یو له بل سره څه توپیر لري؟
انټرنټ یو شبکه ده. پر شبکې له پوهېدو وړاندې نشی کولی، چې انټرنټ وپېژنئ. کله چې څو کمپیوټرونه له یو بل سره تړلي وي او په خپل منځ کې مالومات او ډاټا سره ولېږدولی شي، شبکه بلل کېږي. یوه شبکه باید لږ تر لږه دوه کمپیوټر ولري.
تاسو باید څه وکړی؟
شبکه مو وپېژنده. اوس خپل ذهنونه یوه اندازه پراخه کړئ. په نړۍ کې ملیاردونه کمپيوټرونه موجود دي. د دغو ټولو شبکو د تړلو وسیله انټرنټ دی. یانې انټرنټ د نړۍ د شبکو شبکه ده.
کله مو د انټرنټ کلمې ته پام کړی؟
انټرنټ کلمه لومړی ځل د internetwork په بڼه وه. Inter منځ ته وايي او network د شبکې په مانا دی. یانې انټرنټ د شبکو په منځ کې د اړیکو ټینګوونکی دی.
وېب څه شی دی؟
کولی شو، ووایو، چې له انټرنټ څخه بهترینه ګټه هغه وخت اخېستلی شو، چې انټرنټي پاڼو او سرچینو ته ننوځو. انټرنټي پاڼو ته ور ننوتل او هلته پاتې کېدل په خپله د وېب له لارې کېږي. له انټرنټ څخه په داسې ډول ګټه اخېستل کېږي، چې د انټرنټ په مرکزونو کې د غوره پروسېسرونو لرونکي کمپیوټرونه(دغه کمپیوټرونه له شخصي کمپیوټرونو سره توپير لري.) له انټرنټ سره شپه او ورځ وصل وي او تاسې چې کله سرچ کوئ، هغوی د کوربنو په ډول عمل کوي او تاسې ته ستاسې غوښتل شوي شیان رامخکې کوي.
نور ولولئ: نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي
د انټرنټ او وېب توپیر په څه کې دی؟
زیاتره خلک وېب د انټرنټ په مفهوم کاروي. مګر داسې نده. انټرنټ د نړیوالو شبکو د تړلو وسیله ده، خو وېب د انټرنټ له لارې مالوماتو ته لاسرسي ته ویل کېږي. یانې کله چې له انټرنټي مالوماتو څخه برخمن کېږئ، باید له وېب څخه ګټه واخلئ. انټرنټ یو زېربنا ده او وېب د دې زېربنا په سر کې قرار لري. که انټرنټ یو لوی کتابتون وي، وېب په همدې کتابتون کې د کتابونو یوه ټولګه ده. که په لوړه کچه فکر وکړو، انټرنټ هارډوېر او وېب سافټوېر فرض کولی شو.
ډېر ساده مو باید پوه کړم. کله چې په یوې موضوع پسې ګرځئ او ګوګل کې سرچ ورکوئ او بیا هماغه پاڼې ته ننوځئ، تاسې وېب کاروئ. خو که پر سکایټ، واټساپ، مسنجر یا کومې بلې وسیلې له یو چا سره خبرې کوئ، تاسې انټرنټ کاروئ.