ژوند او ټولنهکورني خبرونه

افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

افغان ښځې له طالبانو غواړي چې پر دوی وضع کړي محدودیتونه ورڅخه لرې او کار ته یې پرېږدي

له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغان نجونې او مېرمنې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او له زده‌کړو او کار څخه راګرځول شوي دي.

یو‌شمېر هغه ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او کورناستي ته اړ شوي، سلام‌وطندار ته وايي، اختر یې په خوښۍ نه دی نمانځلی. دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د اختر په مناسبت پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

سحر رحیمي چې له دې وړاندې د یوې رسنۍ او بهرني بنسټ کارکوونکې وه، وايي چې د وزګارتیا او خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ونشو کړای چې اختر ته چمتووالی ونیسي.

د طالبانو له فرمان وروسته د ښځو بې کاري

ثریا روحي هم وايي چې له کار د ښځو مخنیوي فرمان وروسته کورناستي ته اړ شوې او په وینا یې، هلته به اختر په خوښۍ ونمانځي چې بېرته خپلې دندې ته ستنه شي. هغې وویل: «ټولنې کې دې ښځو ته ونډه ورکړل شي. ښځو ته دې د کار زمینه برابره او بېرته دې په ټولنه کې فعالې شي.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه ښځې چې دندې لري، وايي، هېواد کې د روان وضعیت او پر ښځو د محدودیتونو له امله د اختر ورځې په ناهیلۍ تېروي. دوی له ا.ا غواړي چې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابرۍ، ښځو ته د زده‌کړې زمینې برابرولو، روغتیا، ټکنالوژي، اقتصاد او فرهنګي برخو کې هڅې وکړي.

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

سوریا یوسفي چې په یوه خصوصي بنسټ کې کار کوي له سرپرست حکومت غواړي چې د اختر په مناسبت دې هېواد کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. هغې وویل: «هیله‌منده یم چې ا.ا د ښځو اسلامي حقونه ورکړي. د ښوونځي، پوهنتون او تفریحي ځایونو دروازې د ښځو پرمخ پرانیزي.»

د طب په برخه کې د ښځینه ډاکټرانو اړتیا

په ورته مهال کابل کې د یوه روغتیايي مرکز ډاکټره نجم‌السما شفاجو وايي چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه نسايي-ولادي برخه کې ښځو ته اړتیا ده. نوموړې له سرپرست حکومت غواړي چې ټولنه کې د ښځو حضور ته زمینه برابره کړي.

هغې وویل: «د ټولنې په هره برخه او مسلک کې د ښځو شتون اړین دی. د ښځو له شتون پرته بریا ناشونې ده. نسايي-ولادي برخه کې د ښځو شتون اړین دی. هغه مېرمنې چې دې برخه کې دي، په هر حالت کې د ښځو خدمت کې دي.»

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالان وايي، ښځې د ژوند په هره برخه کې بنسټ‌ییزه ونډه لري چې د دوی له شتون پرته هېواد پرمختګ نشي کولای.

د ښځو حقونو فعالې پروانې بارکزۍ وویل: «ښځې شته چې له ډېرو ستونزو سره سره یې په ځانګړو ځایونو لکه ډاکټرۍ، انجینیرۍ، ښوونکي او هره برخه کې زحمت اېستلی دی. باید له ښځو ملاتړ وشي او دوی له پامه ونه غورځول شي.»

د ښځو حقونو یوې بلې فعالې ډیوه پتنګ وویل: «هر هېواد چې ډېر پرمختګ دی، په هغې ټولنه کې ښځو ته ډېر پام شوی. حکومت باید ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، څو خپل هېواد ته کار وکړي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، هېڅوک د دې حق نه‌لري چې د ښځو حقونه ترې واخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button