ځاییکورني خبرونه

د طالبانو حکومت؛ د هغه کانکور پایلې اعلان شوې چې هېڅ ښځینه زده کوونکې نه لري

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د هغه کانکور پایلې اعلان کړې چې هېڅ ښځینه ته په کې د ازموینې چانس نه و ورکړل شوی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ازموینې ادارې د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور ازموینو پایلې نن دوشنبه اعلان کړې.

د طالبانو حکومت د ریس الوزرا اداري مرستيال د ۱۴۰۲ کال د ازموينې پايلو د اعلان په مراسمو کې وويل، سږ کال په ازموينه کې د ګډون کوونکو شمېر “د تېرو کلونو په پرتله زيات دی.”

نور ولولئ: د کانکور ازموینه کې د کاج ښوونیز مرکز د ټپي زده کوونکو بریالي کېدل

خو روښانه نه ده چې دغه شمېر څرنګه ډېر شوی، ځکه سږ کال د کانکور په ازموینه کې هېڅ نجلۍ یا ښځینه ته د ګډون اجازه نه وه ورکول شوې او په پایلو کې یې هم نجونې نه نشته.

په یاد کانکور کې هېڅوک ناکام شوي نه دي

د مولوي عبدالسلام حنفي په وینا “سږ کال د کانکور ازموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوی نه دی، بلکې ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځيو کې جذب شوي دي.”

د ازموینو ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني په وینا سږ کال په کانکور ازموینه کې شاوخوا ۸۸ زره کسانو ګډون کړی وو چې په پنځو برخو کې تر ۸۲ زره کسانو ډېر ګډون وال بریالي شوي دي. ځینې کسان نیمه لوړو زدکړو ته بریالي شوي دي.

ښاغلی حقاني وايي تېر کال د کانکور ۴۰ زره او ۸۳۹ ګډونوال دولتي پوهنتونونو ته جذب شوي وو، خو سږ کال ۴۴زره او ۳۳۶ دولتي پوهنتونونو ته جذبېږي چې د تېر کال پرتله څه باندې درې زره کسان پکې زیات دي.

سږ کال په افغانستان کې نجونو ته د کانکور ازموینې کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه او یوازې نارینه وو پکې ګډون کړی وو.

د یاد کانکور پایلې په پنځو برخو ویشل شوې

د کانکور کمېټې ویلي، سږ کال د کانکور پایلې په پنځو برخو ویشل شوي، چې “عالیه، خامسه، مدرسه، نیمه لوړې زدکړې او عمومي کانکور” څانګې دي.

د کانکور ازمونیو د پایلو اعلان له مخې د فراه ولايت اوسېدونکي محمود د ٣٥٩ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړى او د کابل طبي پوهنتون د طب پوهنځي ته یې لار موندلې ده.

نور ولولئ: له افغان ښځو سره تبعیضي چلند؛ په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي

د کابل اوسېدونکي عباس د ۳۵۷ نمرو په ترلاسه کولو دویم ځای او د کابل اوسېدونکی عبدالباسط د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د دوکتورا او ماسټري په کچه ګڼ استاد وتلي او په پوهنتونو کې یې پر ځای هغه څوک ځای پر ځای شوي چې طالبان دي او یا طالب پلوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button