نړیوال خبرونه

د کانکور ازموینه کې د کاج ښوونیز مرکز د ټپي زده کوونکو بریالي کېدل

د کاج ښوونیز مرکز ځينې زده کوونکي چې پر دغه ښوونیز د برید په پایله کې ټپيان شوي وو، د کانکور په ازموینه کې په ښه درجه بریالي شوي دي. که څه هم دغه زده کوونکي له پرېښانه اروا سره د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کړی وو؛ خو وايي چې خپلو د خوښې پوهنځيو ته بریالي شوي دي.

۱۷ کلنه فاطمه ۴۳ ورځې مخکې د کاج په روزنیز مرکز کې د چاودنې په پایله کې په یوه سترګه معلوله شوه

دا وايي، سره له دې چې، رواني حالت یې ښه نه و؛ خو بیا یې هم په کانکور ازموینه کې ګډون وکړ او د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره یې د خپلې خوښې پوهنځۍ ته بریالۍ شوه. هغې طلوع نیوز ته وویل:«زما موخه په کانور کې اول نمره کېدل و او لږ تر لږه ویل مې په لس غوره کې وم، دا چې سږکال حتا یوه نجلۍ هم په لس غوره کې نه وې، دې زه سږکال جکر خونه او خواشینې کړم.

فاطمه وايي، که بهر ته د درملنې لپاره ولېږدول شي؛ نو ښايي سترګه یې روغه شي. د فاطمې پلار حسین اقا وايي:«د درملنې په هکله یې هڅه کوو چې له یوې خوا او یا له موږ سره مرسته وشي. د کاج روزنیز مرکز یو بل زده کوونکی حمیدالله د تلې پر اتمه په چاودنه کې پر ملا عیبي شوی او په قالب کې شپې او ورځې تېروي. ده هم په کانکور ازموینه کې ۳۱۴ نمرې ګټلي او طب پوهنځۍ ته یې لار موندلې ده

نور یی ولوله | د انلاین پیسو ګټلو پینځه لارې

نور یی ولوله | د قطر سفیر سره د مولوی کبیر ملاقات

حمیدالله طلوع نیوز ته وویل:«د دې سره چې ازمیونه راته یوه اندازه راته ستونزمنه وه د دې لپاره چې په څملاستي، خانه خالیو ډکول او د سوالونو حلول ستونزمن شوي و، بیا هم دا چې زیار مې ګاللی وه، هڅه مې کړې وه په ځان ډاډه وم.»

په ۱۳۹۷، ۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې درېیو نجونو په کانکور ازموینو کې لومړي مقامونه ګټلي وو؛ خو د ۱۴۰۱ کال په کانکور ازموینه کې په لسو غوره کسانو کې هېڅ نجلۍ نه لیدل کېږي. 

له دې سره سم، یو شمېر زده کوونکي ادعا لري چې، د محدودیتونو له امله پر دې نه دي بریالي شوي چې، د خپلې خوښې پوهنځیو ته لار ومومي. زده کوونکې زهرا وویل:«پرېکړه مې کړې وه چې ټولې ټاکنې مې ژورنالیزم وي، خو وروسته مې ولیدل چې یوازې عامه اړیکې دي بیا مې هم هغه انتخاب کړ، خو نه پوهېږم چې ولې بریالۍ نه شوم او دلیل یې څه دی. د روان کال د کانکور ازموینې پایلې د شنبې په ورځ اعلان شوې او ورسره څه باندې ۱۲۰ زره زده کوونکي لوړو زده کړو او نیمه عالي زده کړو موسسو ته بریالي شول

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button