افغانستانسیمه

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

د هند پلازمېنه نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر وايي، دغه سفارت یې د لنډ مودې لپاره تړلی

دغه افغان سفیر وايي، چې دا سفارت د یو لړ ستونزو له امله وتړل شو چې یوه هم د دیپلومات د ویزو نه نوي کول و.

په هند کې د افغانستان د سفارت له خوا په یو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یو ځینو ننګونو له امله په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په دایمي ډول تړل شوی دی.

دغه سفارت د جمعې په ورځ نومبر۲۴(لیندۍ درییم) په یوه اعلامیه کې چې د سفارت له خوا د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره شوې ویلي چې دا پریکړه د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۳۰ ورځې د لنډې مودې لپاره د سفارت د تړلو د اقدام په تعقیب شوې ده.

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

دغه سفارت ویلي چې د سپټمبر میاشت کې د لنډې مودې لپاره د سفارت د تړلو پر مهال هیله دا وه چې دا به د هند د حکومت په دریځ کې د مطلوب بدلون سبب شي او سفارت به په عادي ډول خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په دې اړه دریځ نه دی څرګند کړی

په دې اعلامیه کې ویل شوي:” متاسفانه د اتو اونیو د انتظار سره سره دپلوماتانو ته د ویزو تمدید او د هند د حکومت په چلند کې د بدلون اهداف ترلاسه نشو. د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو او د هند دولت دوامداره فشارونو ته په پاملرنې سفارت د یو ډیر سخت انتخاب سره مخ شو”.

دغه سفارت ویلي چې په هند کې د افغانستان د استازولۍ د تړلو او کوربه هیواد ته ددغې استازولۍ د ساتلو د واک لیږد اوس مهال د دغه هیواد په ګټه دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د “افغانستان د جمهوري رژیم” دپلوماتانو دا استازولي یوازې د هند حکومت ته سپارلې ده او اوس دا د هند د حکومت پورې اړه لري چې ددغه ماموریت د راتلونکی په اړه پریکړه وکړي، چې ایا سفارت تړلی ساتي اویا د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته د سفارت د سپارلو په کډون کوم بل انتخاب په پام کې نیسي”.

نور ولولئ: افغان زدهکوونکي: نوی ډیلی دې زموږ ویزې تمدید او سکالرشیپونه دې راته پیل کړي

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي:” د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دپلوماتانو مسوولیت رسمآ پای ته رسیدلی دی. په هند کې د جمهوريت ماموریت د افغانستان د جمهوریت پای ته رسیدل ښيي”.

له هند څخه کم شمېر افغانانو د پناه غوښتنه کړې

دغه سفارت ویلي چې په تیرو دوو کلنو او دریو میاشتو کې په هند کې میشت افغانان له دغه هیواد څخه د پناه غوښتوونکو، زده کوونکو او سوداګرو په شمیر کې د پام وړ کموالي شاهدان وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا شمیر د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې نیمايي ته راټیټ شوی دی، په داسې حال کې چې په دې موده کې ډیرې محدودې ویزې صادرې شوي دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:” مونږ د افغانستان ټولنې ته ډاډ ورکوو چې دا ماموریت په شفافیت، ځواب ویلو او په عادلانه چلند باندې په ژمنې سره د ښه نیت په احساس او د افغانستان ګټو ته په پاملرنې هند سره تاریخي او دواړخیزو اړیکو ته په پاملرنې ترسره کړی دی”.

دغه سفارت ویلي چې طالبانو ته د نسبت شویودپلوماتانو د حضوراو کار د توجیه لپاره د جمهوریت د دپلوماتانو د بدنامولو او د هغوی د دپلوماتیکو هڅو مخنیوی شوی دی.

دغه سفارت ویلي چې د هند د حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان د دپلوماتیکي استازولۍ شتمني، بانکي حسابونه، نقلیه وسایط او ۵۰۰ زره ډالر د سفارت په حساب کې وساتي.

دغه سفارت ویلي چې د هند حکومت باید د افغانستان د سفارت پر ودانۍ ددغه هیواد درې رنګه بیرغ رپولو ته دوام ورکړي او د سفارت شتمني او مالونه دې دغې مسلې ته په پاملرنې چې یو ځواب ویوونکي او قانوني حکومت چې د افغانستان د خلکو له خوا انتخاب شي تر جوړیدو خوندي کړي.

هند د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button