سات تيري

د ویښتانو د سپینېدو لاملونه کوم دي؟

د ډېری خلکو عمر زیات نه وي، خو ویښتان یې بې وخته سپینیږي چې ګڼ لاملونه لري

طبعاً هيڅوک هم سپين وېښته نه خوښوي. دوی سر ټکوي چې وېښته يې بې‌وخته سپينېږي. د بې‌وخته وېښتو سپينېدو منفي اغېزه بيا دا وي چې يو شمېر انسانانو ته د کمتري احساس پيدا کوي او فکر کوي چې نور نو بوډا شوي دي.

په اوس وخت کې د وېښتانو د سپينېدو لاملونه مختلف او زيات دي، مثلاً له مختلفو او بې‌کيفيته شامپو او غوړيو کار اخيستل، خپلو وېښتانو ته نه پاملرنه یې ښې بېلګې بلل کېدای شي.

gray hair

ځينې وختونه بيا خلک د سپينو وېښتانو درملنه په مصنوعي ډول کوي. مانا دا چې خپل وېښتان توروي او ځينې کېميايي مواد هم شته چې وېښته تر څو شپو تور ښکارولای شي.

د ویښتانو په تورولو کې له کیمیاوي موادو کار اخیستل

اوس ډېری ډاکټران او د روغتيا د برخې متخصصان دې پايلې ته رسېدلي چې له ځينو رنګونو او کېميايي موادو کار اخيستل، جدي جانبي عوارض لري. البته دغه ستونزه په ټيټ‌کيفيته رنګونو کې ده، باکيفيته رنګونه او مواد بيا داسې نه دي، خو په دې شکل د وېښتانو ترو ساتل خورا ګران کار دی او وخت هم کم نه نيسي.

د دې له‌پاره چې له دې ستونزې په امان شئ، کولای شئ ځينې اسانه لارې چارې وکاروئ او په طبيعي ډول د خپلو وېښتانو درملنه وکړئ.

نور ولولئ: توکسو پلازموزس څه ډول ناروغي ده؟

نور ولولئ: ښځه او خاوند باید څنګه یو او بل ته مینه ورکړي؟

نور ولولئ: د ټوخي او زکام غوره کورنی درملنه

د وېښتانو د تور او روښانه پاتېدو او يا هم تورولو ښه درملنه دا ده چې د کچالو پوستکی وايستل شي، وروسته دغه پوستکی واېشول شي. تر اېشېدو وروسته د کچالو له پوستکي تر لاسه شوې اوبه تر يوه وخته پرېښودل شي چې خپل ګرموالی له لاسه ورکړي. اوس دې نو د دغو اوبو په مرسته وېښتان پرېمنځل شي او د پنځو دقيقو له‌پاره دې پرې يادې اوبه پرېښودل شي. له هغه وروسته مو وېښتان په تړمو اوبو پرېمنځئ چې د کچالو د پوستکي اوبه ترې پاکې شي.

gray hair1

د ویښتانو له رنګولو سره د مېرمنو مینه

څېړنې ښيي چې که دغه کار پيوسته وشي، سپين وېښتان مو کمېدای او بلکې ورکېدای شي، په دې ډول مو شايد وېښتان تازه او ښکلي پاتې شي.

ډېری مېرمنې شته چې له کېمياوي رنګونو سره خپل وېښتان رنګوي او له دې مختلف رنګ وېښتو سره ځانګړې مينه لري، خو په دې اړه یې هيڅ مطالعه نه وي کړې چې د کېمياوي رنګونو په وسيله د وېښتانو رنګول د جدي ناروغيو لامل ګرځي او وېښتان خپل اصلي خاصيت له لاسه ورکوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button