ځایی

د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د جوماتونو له ملا امامانو غوښتي چې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړي

هاخوا د نړیوالو بنسټونو لخوا پر طالبانو فشارونه راوړل شوي چې د اعدامونو سلسله ودروي او اعدامونه دې نور ودروي.

تازه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د وروستیو اعدامونو په تړاو د نړۍوالو غبرګونو په اړه وویل، چې دیني عالمان دې د ممبر له لارې د قصاص د حکم د عملي کېدو څخه دفاع وکړي.

اروپايي ټولنې په خپل وروستي غبرګون وروسته له هغه له طالبانو د اعدامونو د درولو غوښتنه وکړه چې په غزني او جوزجان ولایتونو کې یې څو کسان اعدام کړل.

کفري نړۍ د قصاص حکم غندي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نن یکشنبه (د کب ۱۳مه) د جامعه‌الایمان د احادیثو لویې دورې فراغت‌ غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې دغه ډلې پرلپسې په ولایتونو کې قصاص حکمونه عملي کړل؛ خو کفري نړۍ یې پر ضد غږونه پورته کړل.

mulla nadeem1
د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”

ندا محمد محمد وايي؛ نړۍوال پر طالبانو نیوکه کوي، چې د عامو خلکو په مخکې د قصاص حکم عملي کوي؛ خو دوی د فلسطین غزې د ماشومانو او ښځو د وژلو پر وړاندې چپ او نه یې غندي.

نور ولولئ: په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو په نوم د لوړو زده ‌کړو وزارت هڅې

نور ولولئ: طالب وزیر وایي، له اړتیاوو سره سم محصلین روزو

نور ولولئ: د لوړو زده‌کړو بې کفایته وزیر او د زده‌کړو پر کیفیت یې بحث

ندا محمد ندیم له دیني عالمانو غواړي، چې له ممبره ګټه پورته کړي او د قصاص په اړه د کفري هېوادونو دې غبرګون ته ځواب ورکړی او د خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړی.

د طالبانو د اعدامونو لړۍ

طالبانو تېره دوشنبه په جوزجان کې یو کس په یوه لوبغالي کې اعدام کړ؛ تر هغه پنځه ورځې مخکې یې هم دوه کسان د غزني ښار په یوه لوبغالي قصاص کړل.

mulla nadeem2
د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”

د طالبانو دغه اعدام باندې پر نورو بشري حقونو ادارو سربېره ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان هم نیوکه وکړه.

په غزني کې د طالبانو تر اعدام وروسته په همغه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

دارنګه د بښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو وروستي اعدامونه غندي وو.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو پر قضايي سیستم هم نیوکې کېږي او ویل کېږي چې دوی قضايي پېښې سمې نه شي څېړلی او بل متهمینو ته د مدافع وکیل حق هم نه ورکول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button