کورني خبرونه

افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د یوناما غبرګون

یوناما وايي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی د توجیې وړ نه دی

د ملګري ملتونو دغه استازولي زیاتوي، زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل، هغه زیانمونکی عمل دی چې جبران یې ګران او هېڅ نه توجیه کېږي.

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو طالبانو د تېرو دوو کلونو په څېر دغه کال هم نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.

د نظر خاوندانو افغان‌ناو خبري اژانس ته وویل، طالبان نه یوازې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړه، بلکې مشران یې د ملت او نړیوالو فشارونو له امله دغه برخې ته توجیې لټوي.

karzai (1)
افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د یوناما غبرګون

د نجونو زده کړې او غبرګون

تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د نجونو د زده کړو مخنیوی “د نه توجیه وړ او زیانمنونکې” بولي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ (د وري لومړۍ نېټه) یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل؛ څو د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

نور ولولئ:  یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ: د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ

دغه سازمان په خپل اېکس کې لیکلي: «۹۰۰ ورځې کیږي، چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوې دي.»

طالبانو نن نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل کړ، چې له درېیو کلونو راهیسي د نجونو او ښځو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو ترڅنګ د لسګونو نورو روزنیزو مرکزونو دروازې بندې دي.

unama (1)
افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د یوناما غبرګون

د اصلاحاتو په نوم د نجونو حذفول

طالبانو د اصلاحاتو راوستلو په نوم نجونې له زده کړو او ښځې له کار څخه راګرځولي دي.

شنونکي وايي، طالبان د اصلاحاتو راوستو تر نوم لاندې غواړي چې ښځې او نجونې له ټولنې حذف کړي او پرېنږدي څو دوی زده کړې وکړي.

طالبانو په ځلونو ویلي، چې په ښوونیزو چارو کې به د اصلاحاتو له راوستلو وروسته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي؛ خو دا چې دوی به خپله دا ژمنه څه وخت پوره کړي، معلومه نه ده.

یوناما، د بشري حقونو سازمانونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو تر دې مخکې هم د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده.

سره له دې چې د افغانانو هره طبقه او حتی د طالبانو په رژیم کې دننه طالب مشران د نجونو له زده کړې کولو سره همغږي دي او بار، بار یې له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو طالبانو بیا هم دغه غوښتنې په پام کې نه دي نیولي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button