نړیوال خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو دغه اداره خبر ورکوي چې د خوړو د کموالي ستونزه د افغانستان هر ولایت ته غزېدلې ده

د دې ادارې په وینا، که څه هم په افغانستان کې په ملیونونو کسان د خوړو مرستې ته اړتیا لري، دوی د دغو اړو کسانو تر نیمايي لږو هغو سره مرسته کولی شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مرستیال ضیا الدین صافي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

” دا مهال نږدې ۱۶ ملیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه کېږي، نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کومې برابر کړي. په هېواد کې هر ولایت د خوړو د نه خوندیتوب له بحراني سحطې یا تر هغه بدتر وضعیت سره مخامخ دی. د بودجې کموالي ته په پام سره، دا مهال د خوړو نړیوال پروګرام یوازې اووه ملیونه کسانو ته د خوړو او اضطراري تغذیې مرستې برابرولی شي، حال دا چې ۱۶ ملیونه وګړي وږي دي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د راروانو شپږو میاشتو په مخه د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۷۶۰ ملیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.”

په افغانستان کې بې‌وزلي

په افغانستان کې ګڼ کسان شکایت لري چې بېوزلي دي، نه ورته مناسبت کارونه پیدا کېږي او هم د قیمتونو د کنټرول لپاره عملي اقدام کېږي.

نور ولولئ:  افغانستان کې بې وزلي؛ ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: ۲۰۲۴ کال کې به ۴ میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي

د ننګرهار یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې ویلي، په کور کې یې درې ماشومان د وینې په سرطان اخته دي چې نه یې د درملنې وس لري او نه هم د نسونو د مړولو:

” دومره مرستندویې ادارې دي د اوړو کارډونه ورکوي، موږ ته نه رسېږي، نا چا راکړي، نه یې زما کور لیدلی دی. زه دا مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوم. مرسته دې راسره وشي، که نه مجبور یو کډه به وړو.”

د خلکو اقتصادي وضعیت پر خرابېدو دی

بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې په وار- وار د افغانستان د اقتصادي وضعيت پر خرابېدو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د خلکو د اړتیا کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده.

د طالبانو چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې وضعيت دومره هم خراب نه دی، لکه څنګه چې د نړيوالو سازمانونو له‌خوا راپورونه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د وروستيو ورکړل شويو شمېرو له‌ مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button