ځایی

د طالبانو له استخباراتو سره د خوست ۲ فعالانو (فریدون ریان او سیف الله منګل) نامعلوم برخلیک

د افغان‌ناو سرچینې وايي چې دغه دوه فعالان د طالبانو له استخباراتو سره د نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي

د فریدون ریان او سیف الله منګل د نیول کېدو معلوم دلیل نه دی معلوم. نږدې خپلوان یې وايي، دوی یې لیدو ته نه ورپرېښودل کېږي او نه هم د نیول کېدو په اړه ورته څه ویل شوي دي.

په ورته وخت کې د خوست نور فعالان هم شکایت کوي، چې بې له کوم دلیله د طالبانو ځورول کیږي.

په خوست کې ځايي سرچینو وویل ټولنیز فعال فریدون ریان د اپریل په لسمه او سیف الله منګل په روانه میاشت کې د طالبانو استخباراتو ریاست لخوا زنداني شوي دي.

سیف الله منګل د سعودي عربستان مساپر دی

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سیف الله چې له سعودي عربستان څخه وطن ته راغلی و، اوس یې د ویزې موده کمه پاتې ده او که له بنده ازاد نشي نو وېزه به یې ختمه شي.

نوموړي ته نژدې سرچینې وايي سیف الله هیڅ کومه ګناه نه لري او له طالبانو غواړي چې هغه له زندان ازاد کړي.

فریدون ریان په خوست کې پر ټولنیزو فعالیتونو سربېره لیکوال او شاعر هم دی.

نور ولولئ: بښنې نړیوال سازمان خوست کې د خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې درې کسان په درو وهلي

د نوموړي نژدې خپلوان وايي که دوی کومه کناه لري باید محاکمه شي نو دا چې په میاشتو میاشتو د اسخباراتو په ریاست کې بې سرنوشته زنداني وي.

طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

په خوست کې د ویښو او فعالو ځوانانو پرله پسې نیونې

په خوست کې ځینې ځوانان وايي، له څه مودې راهسې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست مدني او ټولنیز فعالان ور غواړي او موبیلونه یې د څو ورځو لپاره د پلټنې په پلمه ترې اخلي.

یو ځايي فعال له نوم پرته وايي:« په خوست کې د اسخباراتو لخوا د ځوانانو بې ځایه ځورونه روانه ده او په لوی لاس طالبان غواړي چې ځوانان وطن پرېږدي خو مونږ نه پوهیږو چې خپل شکایت چاته ورسوو»

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خوست دغه دوه ځوانان نیسي بلکې له دې وړاندې ځینې خبریالان او مدني فعالان نیول شوي او ربړول شوي دي.

تېر کال د نقیب الله ځلاند په نوم یو فعال په دې نوم نیول شوی و، چې د غاړې دسمال یې د افغانستان د ملي بیرغ په رنګ و.

د نظر خاوندان وايي، که طالبان دا ډول نیونو ته دوام ورکړي، کېدای شي چې د دوی پر وړاندې موجوده کرکه نوره هم ډېره شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button