متقي ترکیې ته؛ افغانانو ته په ویزو ورکولو کې اسانتیا راولئ
امیرخان متقي له ترکیې غوښتي چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې پروسه اسانه کړي
د طالبانو حکومت تر اوسه په نړیواله کچه کوم رسمیت نه لري، له همدې امله افغانان نه شي کولی تر څو نورو هېوادونو ته له قانوني لارو په اسانۍ سفر وکړي.
تازه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کډوالۍ ادارې د رئیس اتیلا توروس په مشري د ترکیې جمهوریت له لوړپوړي پلاوي سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده غوښتي چې افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي.
له افغانستان سره د ترکیې بشري مرستې
د متقي مطبوعاتي دفتر ویلي، په دغه کتنه کې ملا متقي د ترکیې هېواد له بشري مرستو څخه د قدرداني کولو تر څنګ د کډوالۍ پدیدې، غیر منظم مهاجرت مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پياوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
هغه همدارنګه د ترکیې لوري څخه افغانانو ته د ویزې صدور لړۍ د اسانه کولو غوښتنه وکړه، تر څو افغانان په قانوني ډول یاد هېواد ته سفر وکړي.
نور ولولئ: امیرخان متقي: «ترهګري» او «بشرحقونه» لا هم بې تعریفه پاتې دي
نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي
افغانان او غیر قانوني کډوالي
په ورته وخت کې اتیلا توروس یادونه وکړه، چې افغان وګړي د غیر منظم مهاجرت په لړ کې د ګڼو ننګونو او ژوند ګواښونکو ستونزو سره مخ دي او د یاد مهاجرت مدیریت لپاره په کار ده چې قانوني کډوالۍ پراختیا ومومي.
د طالبانو د اعلامې له مخې، په دغه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، خصوصي سکتور ودې او په افغانستان کې د پانګې اچونې شته فرصتونو په اړه بحث ترسره شو.
څو ورځې وړاندې د ترکیې لوی هوايي شرکت (ترکش ایرلاینز) له درې کلن ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.
په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا، له پاکستان پرته له ګاونډیو هېوادونو او ترکیې هېواد سره اړیکې ښې شوي او د باور فضا ته داخلې شوي دي.
روسیې بیا د پاکستان په څېر هم په شنګهای غونډه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
طالبانو بیا تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.
خلک غواړي چې نجونې یې زده کړې وکړي، خو طالبان بیا د بېلابېلو بهانو له مخې د نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونه بند ساتلي دي.