سیمه ییز خبرونه

د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، داعش خراسان اوس د افغانستان پر ځای په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې مېشته ده

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د داعش د هغې ډلې له نیولو وروسته کړې، چې د نوموړي په خبره په کابل کې یې پر څارنوالانو او بامیانو کې پر سیلانیانو بریدنو کې لاس درلود. مجاهد وايي، په افغانستان کې یې د داعش ډله سخته ځپلې او اوس پاکستان ته لېږدول شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګې مشران او نور غړي د طالبانو له ځپونکو عملیاتو وروسته د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللي دي.

دغه معلومات د داعش غړو له نیول کېدو وروسته تر لاسه شوي

د طالبانو ویاند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه داعش خراسان څانګې د مشرانو وتلو او پاکستان ته د تللو معلومات یې له هغه وروسته ترلاسه کړي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو پر مهاله د داعش هغه ډله ونیوله چې په کابل کې پر څارنوالانو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې لاسه درلود.

مجاهد وايي، له یادو کسانو سره یې یو تن تاجکستانی وګړی هم نیولی چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

نور ولولئ: المرصاد ورځپاڼه: نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي

نور ولولئ: دفاع وزارت: داعش په پاکستان کې زموږ پرضد روزل کېږي

مجاهد زیاتوی، چې د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې پر څارنوالانو بریدګر د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له رونیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

afghan 2024 09 30t150559.023
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د یولړ نورو عملیاتو په پایله کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

د داعش ډلې روزنیز کمپ

خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په نیول شویو داعشیانو کې یو شمیر یې تازه د بلوچستان ایالت مستونګ کې د داعش خراسان څانګې د روزنیز کمپ څخه تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري، او له هغه ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د نوموړي په خبره همدا ډله د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې هم د دیني عالمان، مذهبي او سیاسي ګوندونو غړي په نښه کوي.

پاکستان تر اوسه پورې د ذبیح الله مجاهد د دغوڅرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button