سیمه ییز خبرونه

د پاکستان حکومت: پر پي ټي اېم مو لګول شوي بندیزونه ختم کړل

د پاکستان ریاست ویلي، پر پي ټي اېم یې لګېدلي بندیزونه لرې کړي دي

د پاکستان فدرالي حکومت پر پي ټي اېم د لګېدلو بندیزونو د بېرته لرې کولو پرېکړه کړې ده. یو شمېر سرچینو د دغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دا هوکړه پرون د خیبر پښتونخوا حکومت په مشرۍ د فدرالي حکومت، صوبايي چارواکو او سیاسي ګوندونوپه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې د پآکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون کړی و.

د سرچینو په وینا، ددې پرېکړې اعلان د ځانګړو تګلارو په پام کې نیولو سره اوس ځنډول شوی.

چارواکي د غونډې پرانېسته کې برخه اخلي

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د خیبر پښتونخوا سروزیر علي امین ګنډاپور به د دې جرګې په پرانېسته کې برخه اخلي.

د پاکستان فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته واک ورکړی چې له پي ټي اېم سره پر اختلافي مسایلو خبرې وکړي.

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نور ولولئ:  د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

ډان وایي، په پرونۍ ناسته کې حکومتي پلاوي له پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې چې جرګه کې له پاروونکو شعارونو او د افغانستان د ملي بیرغ له رپولو ډډه وکړي. خو پي ټي اېم دې غوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ور کړی.

پرون د جرګې په میدان کې د څلورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د پي ټي اېم د بیرغونو ترڅنک د افغانستان ملي بیرغونه هم لیدل کېدل.

د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې یکشنبې پر ورځ پر پي ټي اېم بندیز ولګاوه او دغه سوله ییز غورځنګ یې د دغه هېواد سولې او امنیت ته ګواښ وباله.

پر عامو خلکو د ګولیو باران

له دې اعلان وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو او امنیتي ځواکونو د پښتون قومي جرګې پر میدان او جرګې ته راتلونکو کاروانونو بریدونه وکړل چې د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۳نورو د ټپي کېدو رپوټونه ترې ورکړل شوي.

د خیبر پښتونخوا د سروزیر په مشرۍ حکومتي جرګې پرون په خیبر ولسوالۍ کې د پي ټي اېم له مشرانو سره د خبرو اترو هڅه کړې خو د پي ټي اېم مشران خبرو اترو ته نه دي حاضر شوي.

د جرګې یو تن تنظیموونکي افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې حکومت هڅه کوي ددې جرګې مشري او واک په لاس کې واخلي، خو منظور پشتین په دې باور دی چې جرګه د پښتنو ملي دود دی او هیڅوک یې مشري نه شي کولای.

د هغه په باور، پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې، د جرګې د کمېټو، بحثونو او نورو مسایلو د تنظیم چارې پرغاړه لري او د جرګې د پرېکړو صلاحیت د جرګې په برخه والو پورې اړه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button