اسرائيلو پرېکړه کړې چې غزې ته د ملګرو ملتونو پر مرستو رسوونکو ادارو بندیز ولګوي
د اسرائیلو پارلمان د رایو په اکثریت د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې انراوا بندیز لګولی. د اسرائیلي پارلمان د پرېکړې پر بنسټ انراوا نور نه شي کولی د ختیځ بیت المقدس په ګډون په دغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغه پرېکړه په نړيواله کچه ډېر ژر د هغو هېوادونو په ګدون چې د اسرائيلو ملاتړ کوي له غبرګون سره مخامخ شوه. امریکا، بريتانیا او جرمني د اسرائيلو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ځکه چې دغه اداره د غزې له دوو ميليون زیاتو جنګ ځپلو او په نورو اشغال شويو سيمو کې سلګونه زره خلکو ته بشري مرستې چمتو کوي.
په غزه کې د ملګرو ملتونو ادارې رول
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت، ويلي چې د فلسطينيانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو اداره (اونروا) په غزه کې د بشري مرستو په وېش کې مهم رول لري او په غزه کې نژدې دوه ميليونه وګړي د دې ادارې پر خدمتونو تکيه کوي.
اسرائيل د ملګرو ملتونو پر يادې ادارې تور پورې کوي چې له حماس سره يې “لاس يو کړی” او ان ځينې کارکوونکي يې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې نېټې “بريدونو” کې ښکېل وو.
نور ولولئ: په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
نور ولولئ: د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو
نور ولولئ: بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې؛ په غزه کې اوربند ته اړتیا ده
اونروا اداره له لسيزو راهيسې فلسطيني کډوالو ته له روغتيايي او طبي خدمتونو نيولې تر سلګونه زره ماشومانو او تنکيو ځوانانو پورې د ښوونې او روزني خدمتونه وړاندې کوي.
د دې ادارې مشر فېلېپ لازاريني د اسرائيلو دا بنديز بې “ساری او خطرناک” بللی چې په وينا يې دا به د فلسطينيانو کړاو لا پسې نور هم زيات کړي.
نوموړي ويلي دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او د نړيوالو قوانينو او تړونونو پر وړاندې د اسرائيلو د دولت له مکلفيتونو “سرغړونه” ده
د امنیت شورا بېړنۍ غونډه
د ايران په غوښتنه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دغه سازمان د امنيت شورا دايمي او موقتي غړو غونډه وکړه او پر ايران يې د اسرائيلو هوايي بريد په اړه يې نظرونه څرګند کړل.
دغه غونډه چې د پرېکړې او یا د مسودې د تصويب لپاره نه وه د شورا غړو استازو ته د موضوع په اړه د نظر ورکولو فرصت ورکړل شو.
په غونډه کې د ايران د استازي د سختو څرګندونو تر څنګ د الجزاير، چين، روسيې، عراق او سوريې استازو هم پر ايران د اسرائيلو بريدونه وغندل.
د عراق استازي پخلی وکړ چې اسرائيلو پر ايران د بريد لپاره د دوی هوايي حریم کارولی او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې شکايت وکړ او دا يې له خپل حاکميت ښکاره “سرغړونه” وبلله.
د چين استازي په غونډه کې وويل، چين د ايران له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه غندي او د روسيې استازي پر امریکا له دې امله نيوکه وکړه چې پر ايران يې د اسرئيلو د بريد “ملاتړ” کړی.
د فرانسې استازي له لبنان څخه د اسرائيلي عسکرو د سملاسي وتلو غوښتنه وکړه او د جاپان استازي له دواړو غاړو (ايران او اسرائيلو) وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او د تاوتریخوالي له زياتولو ډډه وکړي.