سیمه

د اسلام اباد یوه محکمه: عمران خان او د هغه ښځه د توشه خانې په قضیه کې تورن دي

د اسلام اباد یو عدالت ویلي چې عمران خان او د هغه ښځه د توشه خانې قضیه کې رسماً تورن دي

د اسلام اباد يو ځانګړي عدالت د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) بنسټګر او پخوانی وزيراعظم عمران خان او د هغه مېرمن د توشه خانې په دویمه قضیه کې په رسمي توګه تورن کړي دي.

د پاکستان ډان او جيو نیوز رسنیو خبر ورکړی چې د ځانګړي عدالت قاضي شاه رخ ارجمند د ډېسېمبر پر ۱۲مه د هغوی تر رسمي تورنولو وروسته د مقدمې اورېدنه د ډېسېمبر تر ۱۸مې پوري وځنډوله.

د توشه خانې دویمه قضیه

د توشه خانې د دويمې قضیې پلټني په پیل کې د پاکستان د احتساب ادارې (نېب) کړې وي خو د هغې ادارې په قانون کې د پارلېمان تر بدلون وروسته قضیه د پلټنو فيدرالي ادارې (اېف ای اې) ته سپارل شوې وه.

هغې ادارې د روان ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې تر پلټنو وروسته عدالت ته چالان وړاندې کړی وو.

نور ولولئ: عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم

نور ولولئ: عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی

د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۳مه په هغه قضیه کې د بشرا بي بي ضمانت ومانه چې ورسره سم نوموړې تر شاوخوا نهه میاشتني بند وروسته خوشې شوه.

پر عمران خان نور لګېدلي تورونه

های کورټ د نومبر پر ۲۰مه د توشه خانې په دویمه قضیه کې د خان ضمانت هم منظور کړ او و یې ویل چې پر هغه که بل تور نه وي، نو خوشې دې شي. خو پولیسو هغه د قانون پلي کوونکو ادارو پر وړاندې د مقاومت، ودانیو ته د زیان رسولو او ورته د اور اچولو په ګډون د ترهګرۍ په تورونو په یوه بله قضیه کې ونیوه.

تر دې وروسته پولیسو د ډېسېمبر په پیل کې د عمران خان پر وړاندې د قتل مقدمه هم دایره کړه. پولیس وايي چې نوموړي د تحریک انصاف غړي او پلویان د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال د رېنجرز ځواک د درې سرتېرو وژنې ته هڅولي ول. خان د نومبر پر ۱۳مه پر خپلو پلويانو غږ کړی وو چې د نومبر پر ۲۴مه دې په اسلام اباد کې احتجاج وکړي. تحریک انصاف هغه مهال ویلي ول چې د احتجاج موخه د عمران خان په ګډون د ګوند د زنداني ملګرو خوشې کول او د ۲۶م اییني ترمیم ختمول ول.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button