Uncategorized

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اړوند مطالب:

طالب رژیم: غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی او  پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.

ګوترېش پنج‌شنبه د جنورۍ پر ۱۶مه، د دغه درې پړاویز اوربند له هوکړې لږ وروسته زیاته کړې چې نوموړی د برمته شویو کسانو له ازادۍ هرکلی کوي.

هغه د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په ټینګښت کې د متحده ایالاتو، قطر او مصر له هڅو ستاینه کړې ده.

ګوترېش غزې ته د بشري مرستو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دا هوکړه به راتلونکې یک‌شنبه پلي شي.

امریکا، مصر او قطر به له دې هوکړې څارنه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button