سیمه‌ییز

په کجکي بند کې د اوبو کمښت او کندهار کې د برښنا لږوالی

اړوند خبرونه:

ملا برادر هلمند ته تللی او د کجکي له بنده یې لیدنه کړې

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانیسته

چارواکي وايي، د کندهار برېښنا په کجکي بند کې د اوبو د کمښت لامله کمېږي

په کندهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې د دغه ولایت برېښنا به په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له کبله محدوده شي.

د کندهار برېښنا ادارې دوشنبه د سلواغې پر لومړۍ ویلي چې له ۲۴ ساعتونو برېښنا څخه به یې دوه یا درې ساعته محدوده شي.

د نوموړې ادارې په خبره، په کندهار کې به برېښنا د لومړنیو اړتیاو له مخې ووېشل شي.

یاد بنسټ ویلي نه دي چې دا ستونزه به تر کله دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې په کندهار ښار کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې چې له کبله یې د دغه ولایت د اوسېدونکو شکایتونه راپورته شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button