د مخابراتو وزارت: تر اوسه ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت او راجسټر شوي دي

د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند اعلان وکړ، چې تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې ۱۸ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.
د باختر خبري اژانس نن (شنبه، د مارچ ۱۵مه) د دغه وزارت د ویاند عنایتالله الکوزي په حواله راپور ورکړ چې د پاتې سیمکارتونو د نوم لیکنې پروسه روانه ده.
د وزارت په وینا، په ټولیزه توګه ۲۶ میلیونه سیمکارتونو څخه ۱۸ میلیونه یې ثبت شوي دي.
الکوزي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سیمکارتونو د ثبت پروسه د مخابراتو وزارت لخوا څارل او اداره کیږي.
په افغانستان کې د ګرځنده سیمکارتونو د بیا ثبتولو پروسه په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د سرپرست حکومت د کابینې لخوا پریکړه شوې وه.
تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی و چې اوس مهال په افغانستان کې د مخابراتي شبکو ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي، چې له دې ډلې ۱۳.۹ میلیونه یې بیا راجستر شوي دي.