حماس غزه کې د یوه کمین په ترڅ کې ۵ اسرائیلي سرتیري ووژل

اړوند خبر:
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د یرغمل شویو د خوشي کولو تازه هوکړه
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې په شمال کې د بیتحانون سیمه، په یوه کمین کې لږترلږه پنځه اسراییلي سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
دا پیښه تېره ورځ(دوشنبه د جولای په ۷ مه) ماښام وشوه، او په وروستیو میاشتو کې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې یو له خونړیو بریدونو څخه وه. د اسراییلو پوځ ویلي چې سرتېري د ګزمې پرمهال د چاودېدونکو توکو په نښه شول او بیا د وسلهوالو برید لاندې راغلل.
په پیښه کې دوه ټپیان په نازک حالت کې دي، او د پوځ چورلکې د غزې په شمال کې د جګړې سیمې ته د ټپیانو د لېږدولو لپاره لیږل شوي دي.
د حماس ډلې د برید مسوولیت په غاړه واخیست، او دا یې د اشغالګرو ځواکونو د مقاومت لپاره د عملیاتو یوه برخه وبلله.
الجزیرې د فلسطیني سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د حماس ځواکونو د چریکي تاکتیکونو په کارولو سره کمین ترسره کړ، په شمول د پوځي ګزمې په لاره کې د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول او د اسراییلي سرتېرو په لېږدونکو موټرو د ټانک ضد توغندیو ډزې کولې.
دا برید په داسې حال کې وشو چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ غیر مستقیم اوربند خبرې اترې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېدې.
په همدې حال کې، د غزې روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۳۵۶ نور ټپیان شوي دي. نښتې دوام لري ځکه چې په غزه کې بشري کړکیچ، په شمول د سختې قحطۍ شدت موندلی دی.