د اسراییلو د بشر حقونو سازمان: غزه کې د اسرائیلو جګړه نسل وژنه ده
اړوند خبرونه:
د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی
اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
د اسراییل د بشري حقونو دوو سازمانونو د غزې وضعیت “قتل عام” بللی، او د غزې د جګړې د دوام په اړه د ځینو اسراییلي رسنیو نیوکې هم زیاتې شوې دي.
یو شمېر اسراییلي رسنیو د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور خپور کړ، چې بېسارې اقدام بلل شوی، ځکه چې د دې جګړې له امله د څه باندې ۱۸ زره تر ۱۷ کلونو کشرو ماشومانو نومونه یې یوځای خپاره کړي دي.
د اسراییل هاآرتص ورځپاڼې لیکلي، د فلسطینیانو د تلفاتو شمېر چې دا اوونۍ تر ۶۰ زرو واوښت، بې ساری وباله.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس، سره له دې چې اسراییل د غزې د تلفاتو شمېر شکمن بولي، د غزې د روغتیا وزارت په شمېرو کې نه یوازې دا چې مبالغه نه شته، بلکې ښايي تر واقعیت هم کمې وي.
هاآرتص، چې د نتانیاهو د حکومت منتقده ده، لیکي: “که د نړۍ له نورو جګړو سره پرتله وشي، دا شمېرې یوازې د هغې سترې فاجعې د کچې څرګندونه کوي چې موږ پر غزې تپلې ده.”
د غزې د روغتیا وزارت، چې د حماس تر ادارې لاندې دی، د ملکي او نظامي تلفاتو ترمنځ توپیر نه کوي، خو ویلي یې دي چې نژدې نیمایي وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
د اسراییلي ـ فلسطیني بشري حقونو سازمان «بتسلم» او د اسراییل د “حقوقي ډاکټرانو” سازمان، د خپلو جلا راپورونو پر بنسټ د غزې وضعیت نسلوژنه بللې.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د هغه حکومت د تل په شان دا تورونه کلک کړي. د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل حکومت له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې تور ولګاوه چې د حماس د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.
بتسلم سازمان په خپل راپور کې، چې عنوان یې «زموږ نسلوژنه» دی، له ۳ کالو څخه د کم عمره ۲۸۶۸ ماشومانو، ۹۴۹۷ ښځو او تر ۷۰ کلنۍ پورته د ۱۷۹۲ مشرانو نوملړ خپور کړی او ویلي یې دي چې په غزه کې دا پراخه مرګ ژوبله “په اوسني مدرن تاریخ کې د یتیمانو تر ټولو ستر بحران” رامنځته کړی.
د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د وخت د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان، د زمري په ۱۰مه، د یدیعوت آحرونوت اسراییلي ورځپاڼې لپاره په ځانګړې مقاله کې لیکلي چې د غزې جګړه نور د اسرائیل د امنیت په معنا نه ده.
سلیوان لیکلي، چې اوس یو عادي امریکایي وګړی دی، د اسراییل ولس ته پیغام لري چې “اسراییل قوي دی، دښمنان یې کمزوري شوي، خو اسراییل ونه توانېد چې خپلې نظامي بریاوې ستراتیژیکو لاسته راوړنو ته واړوي.”
ده زیاته کړې، د اسراییل نړیواله انزوا شدیده شوې، او دا وضعیت به د دې هېواد د امنیت او سوکالۍ لپاره زیانمن وي.
د یدیعوت آحرونوت مبصر ناداو ایال هم لیکلي چې اسراییل له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پوهېده چې غزه د قحطۍ په درشل کې ده، او د دې هېواد پالیسي ښايي د غزې ټول ولس د بشري فاجعې له خطر سره مخامخ کړي.
ایال لیکي چې د اسراییل درې پرېکړې — د اوربند مخنیوی، د مارچ له میاشتې نوې عملیات، او د بشري مرستو کنټرول — ستراتیژیک نه بلکې د نتانیاهو حکومت د افراطي ښي اړخو وزیرانو د سیاسي ویرې پر اساس شوې دي.
واشنګټن پوسټ د زمري په ۹مه د ۱۸۵۰۰ فلسطیني ماشومانو نومونه خپاره کړي، چې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو پر اساس وژل شوي، او د ځینو له ژوند سره تړلي کیسې یې هم راخېستي. لکه د شپږ کلن موین شوهبیر، چې هیله یې وه د ماشومانو ډاکټر شي.
د دې نوملړ له مخې، ۹۱۵ ماشومان یوازې تر یو کلنۍ پورې ژوندی پاتې شوي وو، تر ۱۲ کلنۍ لاندې په هر عمر کې ۸۰۰ ماشومان وژل شوي، او له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې هم نژدې زر ماشومان وژل شوي.
د ورځپاڼې پر بنسټ، په جګړه کې هر ساعت یو ماشوم وژل شوی، او د یونیسف اجرائیه مشر ویلي، “تقریباً هره ورځ د یوه ټولګي ماشومان وژل کېږي.”
اسرائیل وايي چې حماس له ملکیانو څخه د انساني سپر په توګه استفاده کوي او خپل جنګیالي او تجهیزات د ملکي خلکو په منځ کې ځای پر ځای کوي، ان له هغو سیمو لکه “المواصي” هم استفاده کوي چې د ملکي خلکو لپاره خوندي ګڼل شوي دي.
نتانیاهو او د هغه پلویان وايي، له نیوکو سره سره، دې عملیاتو د غزې لسګونه زره وسلهوال له منځه وړي او د اسراییل، په ځانګړي ډول د جنوبي سیمو، امنیت یې تضمین کړی.
خو داسي ښکاري چې اوس د اسراییل دا ادعا نه یوازې د دغه هیواد لوېدیځ متحدان بلکې ګڼ اسراییلیان هم نه تاییدوي.