Uncategorized

د افغان او ازبک اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ازبک پلاوی کابل ته رسېدلی

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه یو لوړپوړی ازبک دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه پلاوی د ازبکستان جمهوریت د وزیرانو شورا د صنایعو پراختیا ادارې د مشر ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، د ازبک پلاوي د سفر اصلي موخه په کابل کې د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ګډون او د افغان او ازبک اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده. د افغان او ازبک

د افغان او ازبک اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې ازبک پلاوی له یو شمېر طالب چارواکو، افغان سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ازبک پلاوی به په بلخ او کندز ولایتونو کې له نساجي فابریکو او یو شمېر صنعتي مرکزونو هم لیدنه وکړي.

ازبک پلاوی به له صنعتي مرکزونو هم لیدنه وکړي

د چارواکو په خبره، د ازبکستان راغلی پلاوی به په افغانستان کې د تولیدي او صنعتي ظرفیتونو ارزونه وکړي او له افغان سوداګرو سره به د ګډو همکاریو پر فرصتونو هم بحثونه ترسره کړي.

افغانستان او ازبکستان اقتصادي همکارۍ پراخوي

ازبکستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا او سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو په برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړې دي، او دواړه لوري هڅه کوي د اقتصادي همکاریو کچه نوره هم لوړه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button