په زړه پورې

په ټرمپ مشهور سنډا د لوی اختر لپاره حلالېږي

په بنګله دېش کې په ټرمپ مشهور سنډا د لوی اختر له رارسېدو مخکې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او د سیمې د خلکو پراخه پاملرنه ځانته اړولې ده. دغه سنډا د خپل ځانګړي رنګ، غټو ښکرونو او د سر د طلايي ویښتانو له امله مشهوره شوې ده.

راپورونه وایي، دا سنډا شاوخوا ۷۰۰ کیلوګرامه وزن لري او ډهاکې ته نږدې په یوه فارم کې ساتل کېږي. د سنډا بڼه ډېرو خلکو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویښتان ورپه یاد کړي، له همدې امله خلکو پرې “په ټرمپ مشهور سنډا” نوم ایښی دی.

331776a9 f0ad 4eeb 99d8 272074f7e047 696x696 1

د سنډا ویډیوګانو خلکو ته پام ور واړاوه

د دې سنډا شهرت هغه وخت زیات شو، کله چې د فارم کارکوونکو یې د ویښتانو مینځلو او پاکولو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې. له هغې وروسته ګڼ خلک فارم ته د سنډا لیدو لپاره ورځي او ورسره عکسونه او ویډیوګانې اخلي.

ځايي خلک وایي، د سنډا ځانګړې بڼه او ارام طبیعت د دې لامل شوی چې په لنډ وخت کې مشهور شي. ځینې کسان یوازې د همدې څاروي د لیدو لپاره فارم ته ورځي.

د فارم مالک څه وایي؟

د فارم مالک وايي، په ټرمپ مشهور سنډا په ځانګړې پاملرنې ساتل کېږي او هره ورځ یې پالنه کېږي. د هغه په وینا، کارکوونکي د سنډا ویښتان پاکوي او منظم یې سمبالوي، څو روغ او پاک پاتې شي.

7e989db4 d82e 43ba 90ea 3ac28bab64ea 1

هغه زیاتوي، د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله سنډا لږ وزن هم له لاسه ورکړی، ځکه هره ورځ لسګونه کسان د لیدو لپاره فارم ته ورځي.

دا هم ولولئ:  د ښځو لپاره ډېر خوندي هېوادونه

د لوی اختر لپاره پلورل شوې

راپورونه ښيي چې په ټرمپ مشهور سنډا د لوی اختر د قربانۍ لپاره پلورل شوې او ټاکل شوې د اختر په ورځو کې حلاله شي. د سنډا مشهورېدو نه یوازې د فارم نوم مشهور کړی، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم پراخ بحثونه راپارولي دي.

323821bd b7c4 435f 8b22 2ba2ad91ecf6

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button