پاکستان کې د انفلانسیون څپه؛ د ګرانۍ کچه د ۲۳ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده

د پاکستان د احصایې ادارې د تازه شمېرو له مخې، پاکستان کې د انفلانسیون څپه لا پیاوړې شوې او د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې د ګرانۍ کچه د تېرو ۲۳ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د مې میاشتې انفلاسیون د اپرېل په پرتله ۰.۵۲ سلنه لوړ شوی، په داسې حال کې چې کلنۍ کچه یې ۱۱.۶۶ سلنې ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د مې په میاشت کې د انفلاسیون کچه یوازې ۳.۵ سلنه ثبت شوې وه.
پاکستان کې د انفلانسیون څپه؛ په ښارونو کې د ګرانۍ اغېز زیات شوی
د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ګرانۍ اغېز په ښاري سیمو کې د کلیوالو سیمو په پرتله ډېر محسوس شوی دی.
شمېرې ښيي چې په ښاري سیمو کې میاشتنی انفلاسیون ۰.۶۸ سلنه لوړ شوی او کلنۍ کچه یې ۱۱.۷۹ سلنې ته رسېدلې ده. بلخوا په کلیوالو سیمو کې میاشتنی انفلاسیون ۰.۳۰ سلنه زیات شوی او کلنۍ کچه یې ۱۱.۴۸ سلنه ثبت شوې ده. پاکستان کې د انفلانسیون څپه
اقتصادي شنونکي باور لري چې د خوراکي توکو، سونتوکو او ورځنیو اړتیاوو د بیو زیاتوالی په ښارونو کې د خلکو پر ژوند لا زیات فشار راوستی دی.
د حکومت اقتصادي هدفونه او د بازار واقعیت
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره له ۴۰ ټریلیون روپیو څخه د لوړې پرمختیایي بودجې، ۴ سلنه اقتصادي ودې او ۸.۲ سلنه انفلاسیون هدف ټاکلی دی.
خو د اقتصادي چارو کارپوهان اټکل کوي چې په راتلونکي مالي کال کې به د انفلاسیون کچه شاوخوا ۸.۶ سلنه وي. په ورته وخت کې د پاکستان مرکزي بانک هیله ښودلې چې د ګرانۍ کچه به بېرته تر ۷ سلنې پورې راکمه شي.
د پېرلو ځواک کم شوی
کارپوهان وایي چې د تېلو، برېښنا او نورو بنسټیزو خدماتو د بیو پرلهپسې بدلونونو د خلکو د ژوند لګښتونه زیات کړي دي. د دوی په وینا، د معاشونو او عوایدو د نه زیاتوالي له امله د ډېرو کورنیو د پېرلو ځواک کم شوی او ورځني لګښتونه ورته درانه شوي دي.
د اقتصادي شنونکو په باور، که پاکستان کې د انفلانسیون څپه په همدې ډول دوام وکړي، نو د عامو خلکو پر ژوند به یې فشار نور هم زیات شي او حکومت به د اقتصادي ثبات لپاره له نویو ننګونو سره مخ شي.



