د حبیب الله رفیع هرکلی؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د نوموړي علمي خدمتونه وستایل

د حبیب الله رفیع هرکلی؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړپوړو چارواکو د هېواد د نومیالي تاریخپوه، څېړونکي او لیکوال استاد حبیب الله رفیع له راستنېدو وروسته د هغه په کور کې لیدنه کړې او د نوموړي د څو لسیزو علمي، فرهنګي او څېړنیزو خدمتونو ستاینه یې کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د فرهنګ او هنرونو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي، د وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله عواني، د ډلهییزو رسنیو د څارنې رئیس مولوي صفی الله راید او د وزارت ویاند خبیب غفران په دې کتنه کې ګډون درلود.
د حبیب الله رفیع هرکلی او د علمي خدمتونو ستاینه
د غونډې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د حبیب الله رفیع هرکلی وکړ او د هغه علمي او فرهنګي فعالیتونه یې د هېواد د فکري پانګې مهمه برخه وبلله.
د فرهنګ او هنرونو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل، وزارت د استاد رفیع هېواد ته له بېرته راستنېدو خوښ دی او د نوموړي اوږدمهاله علمي او څېړنیز خدمات د درناوي او ستاینې وړ ګڼي.
هغه زیاته کړه چې د استاد رفیع آثار او څېړنې د افغانستان د تاریخ، ادب او کلتور په برخه کې ارزښتناک میراث بلل کېږي.
د اثارو د چاپ لپاره د همکارۍ اعلان
د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز چمتووالی څرګند کړی چې د استاد حبیب الله رفیع د چاپي اثارو، علمي څېړنو او فرهنګي آثارو د خپرولو او معرفي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې غونډه کې د وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي خپل یو شمېر تألیفات او نور علمي آثار استاد رفیع ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړل.
استاد رفیع ته د افتخار پګړۍ ورکړل شوه
د لیدنې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالانو د استاد حبیب الله رفیع د علمي، فرهنګي او څېړنیزو خدمتونو د قدردانۍ په موخه نوموړي ته د افتخار پګړۍ ور په سر کړه.
استاد حبیب الله رفیع، چې د افغانستان له مخکښو لیکوالانو، څېړونکو او ادبپوهانو څخه شمېرل کېږي، له څلور کلن غیابت وروسته له کاناډا څخه کابل ته راستون شوی دی.
د حبیب الله رفیع هرکلی د هېواد په فرهنګي او علمي کړیو کې له پراخ مثبت غبرګون سره مخ شوی او ګڼو فرهنګي شخصیتونو د هغه راستنېدل د افغانستان د علمي او فرهنګي ژوند لپاره مهم پرمختګ بللی دی.



