په وټساپ کې نوي بدلونونه؛ اوس به د ویب نسخې له لارې هم غږیز او ویډیويي زنګونه وهلی شئ

د په وټساپ کې نوي بدلونونه په دوام، د میټا شرکت د واټساپ ویب نسخې لپاره یو مهم فیچر فعال کړی چې له مخې یې کاروونکي اوس کولای شي له براوزر څخه د غږیزو او ویډیويي زنګونو اسانتیا هم وکاروي. دا بدلون د هغو کسانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې واټساپ د کمپیوټر له لارې کاروي.
تر دې مخکې د واټساپ ویب کاروونکي یوازې د پیغامونو او فایلونو د لېږلو او ترلاسه کولو وړتیا لرله، خو اوس به وکولای شي پرته له دې چې ډیسکټاپ اپلېکېشن نصب کړي، مستقیم د ویب نسخې له لارې هم زنګونه ووهي. په وټساپ کې نوي بدلونونه
د واټساپ ویب کوم نوي فیچرونه ترلاسه کړي؟
د په وټساپ کې نوي بدلونونه یوازې د غږیزو او ویډیويي اړیکو تر فعالېدو محدود نه دي، بلکې څو نورې اسانتیاوې هم ورزیاتې شوې دي.
په ویب نسخه کې د Calls Tab یا د زنګونو ځانګړی ټب اضافه شوی، چې کاروونکي به د خپلو پخوانیو زنګونو تاریخچه وګوري او له خپلو اړیکو سره به ژر اړیکه ونیسي.
کاروونکي به د ویډیويي او غږیزو اړیکو پر مهال خپل سکرین هم شریکولی شي او د غبرګونونو (Reactions) له لارې به په اسانه اړیکه وساتي.
میټا ویلي چې د ویډیويي زنګونو کیفیت به HD وي، ترڅو د تصویر روښانتیا او کیفیت تر پخوا ښه شي.
روښانه غږ او د شور کمولو ټکنالوژي
د کاروونکو د تجربې د ښه کولو لپاره، واټساپ د Noise Suppression یا د شاته غږونو د کمولو ټکنالوژي هم فعاله کړې ده. دا ځانګړنه د زنګ پر مهال د چاپېریال اضافي غږونه کموي او د خبرو کیفیت لا روښانه کوي.
د زنګونو بشپړ امنیت او د وسیلو ترمنځ انتقال
د میټا په وینا، د په وټساپ کې نوي بدلونونه د امنیت له پلوه هم مهم دي. د واټساپ ویب له لارې ټول غږیز او ویډیويي زنګونه به د End-to-End Encryption په وسیله خوندي وي، څو د کاروونکو شخصي معلومات او خبرې محرمې پاتې شي.
شرکت دا هم ویلي چې د زنګونو لپاره به د وخت کوم محدودیت نه وي. سربېره پر دې، کاروونکي به وکولای شي روان زنګ له موبایل څخه واټساپ ویب یا ډیسکټاپ اپلېکېشن ته، او برعکس، پرته له کوم ځنډه انتقال کړي.
میټا ویلي، دا ټول نوي فیچرونه په تدریجي ډول د نړۍ د ټولو کاروونکو لپاره فعالېږي او ډېر ژر به ټولو ته د لاسرسي وړ شي.



