په زړه پورې

د سیسلي په سواحلو کې ۲ زره کلنه رومي بېړۍ موندل شوې

د ایټالیا چارواکي وايي، د سیسلي په سواحلو کې د یوې لرغونې رومي بېړۍ پاتې شوني موندل شوي چې اټکل کېږي شاوخوا دوه زره کاله پخوانۍ ده.

د ایټالیا د فرهنګي میراث د ساتنې اړوند ادارې د شنبې په ورځ، د اسد په ۱۷مه، ویلي چې د بېړۍ پاتې شوني د سیسلي ټاپو په لوېدیځه برخه کې، د مازارا دل والو ښار ته څېرمه موندل شوي دي.

د چارواکو په وینا، پاتې شوني له ساحل څخه شاوخوا څلور کیلومتره لرې او د سمندر په ۴۶ مترو ژوروالي کې پراته دي.

د سیسلي په سواحلو کې د بېړۍ دننه لرغوني توکي

د اوبو لاندې د څېړنو پر مهال د بېړۍ په پاتې شونو کې سلګونه خټین منګي او د لنګر څو برخې هم موندل شوې دي. د موندل شوو توکو له مخې اټکل کېږي چې بېړۍ د میلاد څخه مخکې د دویمې یا لومړۍ پېړۍ پورې تړاو لري.

ځايي اوسېدونکو لومړی د اوبو لاندې د لرغوني جوړښت نښې لیدلې او اړوندو چارواکو ته یې خبر ورکړی و. وروسته د ایټالیا د فرهنګي ساتنې متخصصینو سیمه وڅېړله او د بېړۍ د پاتې شونو موجودیت یې تایید کړ. د سیسلي په سواحلو کې ۲ زره کلنه رومي بېړۍ موندل شوې

د لرغونې بېړۍ د تاریخ د معلومولو هڅې

ایټالوي چارواکو دا موندنه د سیمې د سمندري لرغون‌پوهنې له مهمو کشفیاتو څخه بللې ده. د څېړونکو په وینا، د بېړۍ پاتې شوني او ورسره موندل شوي توکي کولی شي د هغه وخت د سمندري سوداګرۍ په اړه مهم معلومات وړاندې کړي.

سیسلي د مدیترانې سمندرګي په منځ کې د خپل موقعیت له امله له پخوا د سوداګریزو او سمندري لارو له مهمو سیمو څخه وه. دغه ټاپو د لرغوني یونان او وروسته د روم د واکمنۍ پر مهال د سیمې په سوداګرۍ کې مهم رول درلود. د سیسلي په سواحلو کې ۲ زره کلنه رومي بېړۍ موندل شوې

کارپوهان اوس هڅه کوي چې د بېړۍ د پاتې شونو او موندل شوو توکو په لا دقیقې څېړنې سره د هغې د جوړېدو وخت، د سفر احتمالي مسیر او د بار په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button