هنر، ادبیات او افغاني کلتور – شاعري، موسیقي او فرهنګي پیښې

روسیه کې د افغانې سینګارګرې هنر؛ له کوچنۍ هیلې تر مسلکي کاره

روسیه کې د افغانې سینګارګرې هنر د وږمې عمر د ماشومتوب له یوې وړې هیلې پیل شو او په تېرو کلونو کې یې دا شوق په مسلک بدل کړی دی. ۳۶ کلنه وږمه په مسکو کې زېږېدلې او همدلته لویه شوې ده.

وږمه وايي، سینګار ورته یوازې دنده نه ده، بلکې د ښکلا ترڅنګ د خلکو د ځان باور او خوښۍ د زیاتولو یوه وسیله هم ده.

«کله چې وینم یو څوک له هغه سینګاره چې ما ورته کړی ډېر خوښ دی، زه هم ډېره خوشحالېږم.»

له ۱۶ کلونو راهیسې د سینګار په برخه کې

وږمه له ۱۶ کلونو راهیسې د سینګارګرۍ په برخه کې فعالیت کوي. د وخت په تېرېدو یې تجربه زیاته شوې او د خپل کار له لارې یې د روسیې له بېلابېلو سیمو او نورو هېوادونو څخه د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

هغه وايي، د امریکا، اروپايي هېوادونو، هند، ایران او د روسیې له بېلابېلو سیمو څخه خلک ورسره اړیکه نیسي او غواړي د سینګار هنر ترې زده کړي.

روسیه کې د افغانې سینګارګرې هنر، انسټګرام یې د زده‌کړې لاره پرانیسته

د وږمې په وینا، په انسټګرام کې یې د خپل کار او فعالیتونو خپرول د دې لامل شول چې ګڼ شمېر کسان یې له هنر سره بلد شي.

وروسته ځینو مینه‌والو ترې وغوښتل چې د سینګارګرۍ مهارتونه ور زده کړي. هغې هم د هغوی لپاره د زده‌کړې زمینه برابره کړه.

وږمه وايي، تر اوسه یې سلګونو کسانو ته د سینګارګرۍ زده‌کړه ورکړې ده. روسیه کې د افغانې سینګارګرې هنر

روسیه کې د افغانې سینګارګرې هنر اوس یوازې د هغې د شخصي مسلک برخه نه ده؛ بلکې د هغې له لارې ګڼ شمېر ښځې هم د سینګار له مهارتونو سره بلد شوې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button