افغانستان

پر کونړ د پاکستان بریدونه؛ ۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب‌الله حنیف وايي، پر کونړ د پاکستان بریدونه د دوشنبې سهار شاوخوا درې بجې د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې شوي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په کونړ کې یو کور هم ویجاړ شوی

نجیب‌الله حنیف وايي، پاکستاني پوځي الوتکو د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې هوايي برید کړی دی.

د هغه په وینا، په برید کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د برید له امله یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

پر کونړ د پاکستان بریدونه په اړه تر اوسه د پاکستان له لوري د دې ځانګړي برید په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

پکتیکا کې هم هوايي بریدونه شوي

د رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني جېټ الوتکو د سهار شاوخوا څلور بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په تورکنډي او رخه سیمو کې هم هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په تورکنډي سیمه کې د فیروز په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي خالي دوکان په نښه شوی او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. پر کونړ د پاکستان بریدونه؛ ۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان

ځايي سرچینې وايي، پاکستاني الوتکو د رخه په سیمه کې د صالح خان په نوم د یوه اوسېدونکي یو پخوانی او خالي کور هم بمبار کړی، چې له امله یې کور ویجاړ شوی دی.

تر اوسه د پکتیکا په دغو بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د بریدونو په اړه د طالبانو پخوانی خبرداری

دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغه شوي چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، که پاکستان بیا پر افغان خاوره برید وکړي، طالبان به ورته سخت ځواب ورکړي.

پر کونړ د پاکستان بریدونه له خپرېدو وروسته تر اوسه د طالبانو له لوري د کوم پوځي ځواب یا رسمي اقدام په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د موجودو معلوماتو له مخې، د کونړ په برید کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو د پېښې د ټولو جزئیاتو او د پکتیکا د بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه لا نور معلوماتو ته اړتیا ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button