د حوثیانو په اړه د ایران وړاندیز؛ ریاض کې پرې بېړنۍ غونډه کېږي

د حوثیانو په اړه د ایران وړاندیز د پوځي اقدام پر ځای پر سیاسي تعامل ټینګار کوي؛ ټاکل شوې د مکې د ګډ دفاعي تړون کمېټه راتلونکې اوونۍ په ریاض کې پرې بحث وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، ایران وړاندیز کړی چې د یمن له حوثیانو سره دې د پوځي اقدام پر ځای سیاسي تعامل وشي او روانه مسله دې د خبرو له لارې حل شي.
ډار ویلي، د حوثیانو په اړه د ایران وړاندیز تر اوسه په رسمي او لیکلې بڼه نه دی وړاندې شوی.
د هغه په وینا، ایراني لوري ځان له حوثیانو او عراقي ملیشو لرې بللی او د روان وضعیت د حل غوښتنه یې کړې ده.
ریاض کې د بېړنۍ غونډې تیاری
اسحاق ډار ویلي، د مکې د ګډ دفاعي تړون یوه کمېټه به راتلونکې اوونۍ په ریاض کې بېړنۍ غونډه وکړي او د حوثیانو په اړه د ایران وړاندیز به پکې وڅېړل شي.
د راپور له مخې، د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر درې واړو غړو برید ګڼل کېږي.
نور هېوادونه هم د تړون غړیتوب غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له شپږو ډېر هېوادونه غواړي له دغه ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي.
خو د نوموړي په وینا، د نویو غړو د منلو موضوع به وروسته له هغې وڅېړل شي چې تړون په بشپړ ډول فعال شي.
اسحاق ډار ویلي، د حوثیانو په اړه د ایران وړاندیز به د تړون د غړو تر بحث وروسته روښانه شي چې د روان وضعیت د حل لپاره کومه تګلاره غوره کېږي.



