افغانستان

متقي او د روسیې د امنیت شورا منشي پر امنیتي همکاریو غږېدلي

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو او امیرخان متقي په مسکو کې د سیمه‌ییز امنیت، نشه‌يي توکو، سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په مسکو کې له سرګي شویګو سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغه لیدنه روسیې ته د متقي د سفر په ترڅ کې شوې او دواړو لورو پکې د سیمه‌ییز امنیت او دوه‌اړخیزو اړیکو پر راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر سیاسي اړیکو، سیمه‌ییز امنیت، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او امنیتي همکاریو بحث شوی دی.

متقي د دواړو خواوو د سیاسي اړیکو روان بهیر مثبت بللی او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو له امله یې د روسیې له مشرتابه مننه کړې ده.

هغه د امنیتي همکاریو او منظمو مشورو ترڅنګ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه هم کړې ده.

د روسیې د امنیت شورا منشي د اړیکو پراختیا ته هیله‌مند دی

د وزارت په وینا، متقي ویلي چې افغانستان د سیمه‌ییز امنیت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د مستقیمو اړیکو او عملي همکاریو ملاتړ کوي.

بلخوا، د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراخېدو په حال کې دي.

شویګو د امنیت او نشه‌يي توکو په برخه کې د افغانستان د وضعیت د مدیریت مثبته یادونه کړې او ویلي یې دي چې مسکو او کابل به سیاسي مشورو او عملي همکاریو ته دوام ورکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button