اقتصاد او سوداګري

خوست کې جلغوزي؛ حاصلات زیات شوي، خو سوداګر د صادراتو اسانتیاوې غواړي

خوست کې جلغوزي سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر حاصل ورکړی، خو سوداګر وايي، نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی او د پروسس او بسته‌بندۍ د اسانتیاوو نشتوالی یې د ګټې اخیستنې مخه نیسي.

د لویې پکتیا د جلغوزیو سوداګر له اړوندو ادارو غواړي چې د صادراتو لپاره نوې لارې برابرې کړي او په هېواد کې د جلغوزیو د پروسس صنعت ته پاملرنه زیاته کړي.

د خوست د جلغوزیو مارکېټ مسوول بلوڅ ځدراڼ وايي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.

د هغه په وینا، سږنیو بارانونو د جلغوزیو د ونو پر حاصل مثبت اغېز کړی او په ګڼو سیمو کې د جلغوزیو تولید لوړ شوی دی.

c230bd62 da56 4553 b6b4 536d04a650ab

خوست کې جلغوزي؛ سوداګر له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د جلغوزیو سوداګر خان‌ولي ویلي، په نړیوالو بازارونو کې افغان جلغوزیو ته تقاضا شته او بیې یې هم مناسبې دي، خو پر محدودو صادراتي بازارونو تکیه د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي. خوست کې جلغوزي

بلوڅ ځدراڼ وايي، اوس مهال د دوی د صادراتو مهم بازار چین دی، خو هلته پېرودونکي د محدودو بدیلونو له امله جلغوزي په ټیټو بیو اخلي.

هغه غوښتنه کړې چې د سیمې نورو هېوادونو ته هم د صادراتو لارې اسانه شي، څو سوداګر وکولای شي خپل محصولات په مناسبو بیو وپلوري.

یوه بل سوداګر قادر جان هم ویلي، که نورو هېوادونو ته د جلغوزیو د لېږد اسانتیاوې برابرې شي، د سوداګرو عاید به زیات او د احتمالي زیانونو کچه به راټیټه شي.

د سوداګرو په وینا، خوست کې جلغوزي د ښه حاصل ترڅنګ د عصري پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو ته اړتیا لري، څو محصول په معیاري بڼه نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

یوه سوداګر حیدر ویلي، که په افغانستان کې د جلغوزیو د پاکولو، مغز ایستلو او بسته‌بندۍ اسانتیاوې برابرې شي، د محصول د ارزښت زیاته برخه به په هېواد کې پاتې شي. خوست کې جلغوزي

د هغه په خبره، اوس د دغو اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د جلغوزیو د پروسس او بسته‌بندۍ اقتصادي ګټه نورو هېوادونو ته ولاړه شي.

42992339 b80b 4834 bf0e 4898b7c75bc7

د جلغوزیو صادرات تېر کال ۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند احسان‌الله احسان وايي، د سږ کال د جلغوزیو د حاصلاتو کره اندازه لا نه ده معلومه، خو لومړني اټکلونه د تېر کال په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، افغان سوداګرو تېر کال شاوخوا ۷۵۰۰ ټنه جلغوزي چین، اروپايي او عربي هېوادونو ته صادر کړي چې ټولیز ارزښت یې ۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېده.

احسان ویلي، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو د پراختیا لپاره له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کار کوي، څو افغان سوداګرو ته په نړیوالو بازارونو کې لا ډېر فرصتونه برابر شي. خوست کې جلغوزي

37b0803b 6754 4649 96ba 81a786d65dbd 1

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمداصف الیاس ویلي، د جلغوزیو د صادراتو او بازارموندنې د پراختیا لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې شوې دي.

د هغه په وینا، د وزارت د چارواکو بهرني سفرونه او په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغان محصولاتو معرفي کول د همدې هڅو برخه ده.

الیاس زیاته کړې چې جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دي او ګڼ شمېر خلک یې د راټولولو، پروسس او سوداګرۍ په برخو کې کار کوي.

د سوداګرو غوښتنه دا ده چې د صادراتي بازارونو د پراخېدو ترڅنګ په افغانستان کې د پروسس او بسته‌بندۍ اسانتیاوې هم زیاتې شي، څو د حاصلاتو له زیاتوالي سره د دوی عاید هم لوړ شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button